
روهي (پنځه نۍ/۳۰ د وري)، د هندوستان د جودپور محکمې د هند بالېوډ سېنما سټار لوبغاړي سلمان خان ته اجازه ورکړه، چې له هندوستان څخه بهر هېوادونو ته هم سفر کولی شي، خو تر اوسه د سلمان خان قيضه پای ته نه رسېدلې.
د جود پور محکمه وايي، سلمان خان د محکمې په لومړۍ پرېکړه کې په پنځه کاله بند محکوم شو، خو له دوه ورځني زندان وروسته په ضامنت ازادی کړی شوی او اوس کولی شي، چې د نړۍ نورو هېوادونو ته په قانوني ډول سره سفرونه وکړي.
سلمان خان په جود پور زندان کې دوه شپې تېرې کړې، چې وروسته د ۲۵۰۰۰ هنديو پيسو په ضامنت ورکړې سره، د هېواد په داخل او بهر کې د ازاد ژوند اجازه ورړل شوې ده.
ټاکل شوې ده، چې د محکمې له دغه پرېکړه وروسته به، سلمان خان د مې مياشتې له ۲۵ نيټې وروسته، کاناډا، امريکا او نيپال ته په ۱۵ ورځنيو سفرونو لاړ شي.
سلمان خان په ۱۹۹۸ ز کال کې د هندوستان په جود پور کې دوه غرنۍ هوسۍ د يو فلم د ډکولو په وخت کې ښکار کړې، چې له شل وروسته يې هم قضيه پای ته نه رسېدلي.