زموږ په کلي کې شرمه جوړوې !


افغانستان په خپل ټول تاريخ کې د خپل هغه حساس جغرافيوي موقعيت له مخې، چې لري يې، ښه ورځ نه ده ليدلې. دا چې دا هېواد په خپل نږدې تاريخ کې د ختيځ او لوېديځ تر منځ د پولې او سرحد حيثيت درلود؛ نو په همدې خاطر ددغو دواړو لوريو هر ناځوانه ګوزار ته يې ځان نيولاى دى او لا يې هم نيسي. کله پرې د ختيځ وار وي او کله هم د لوېديځ. دلته که هر ډول نظامونه او حکومتونه راځي، يوازې بڼه او جامه يې بدلېږي؛ خو ورسره زموږ د ولس تقدير او برخليک له پخواني هغه څخه بدتر وي. که پرون په سرو جامو کې پر دې ولس او خاورې ختيځ لوبې کولې؛ نو نن دغه دى د لوېديځ او د يارانو نوبت يې دى؛ خو په دواړو کې يې زموږ برخه وژنه، زخمي کېدنه، کورورانى، ناامني او بدنامي وه او ده.
په دې ټول پوهېږي، چې ختيځ په تېره پېړۍ کې د کومو موخو لپاره دلته خپله لوبه پيل کړې وه او لوېديځ يې نن د کومو موخو لپاره پر مخ بيايي. که پرون د استعمار او استثمار بڼه له پرون سره مناسبه وه؛ خو نن يې هم بڼه او شکل له نن سره مناسب او سم کړى دى. پروني استعمار له موږ څخه په دې نوم ژوند، کور، کالي او ډوډۍ لټوله، چې ګواکې دا توکي راکوي او نننى استعمار يې په دې نوم رانه لوټي، چې ګواکې دا زاړه او له کار لوېدلي توکي راته نوي کوي. موخه يوه ده، هغه دا چې موږ دې ژوند ونه لرو، موږ دې بې کوره اوسو، موږ دې بې جامو او کاليو اوسو او تر ټولو ستره يې دا چې موږ دې بې ډوډۍ وږي، تږي، غريب او فقير اوسو.
سمه ده چې نړيوالو خپل پوځيان دلته په دې نوم رااستولي دي، چې له دې خاورې شر ورک کړي او دوى ورته سوله راولي؛ خو دا پوښتنه څوک له چا څخه کولاى شي، چې د نړيوالو د پوځيانو له راتلو راهيسې په دې هېواد او ولس شر ډېر نازل شوى او که سوله؟ ټول پوهېږي چې پينځه سلنه هم سولې ته کار نه دى شوى؛ خو پينځه نوي سلنه يې په لوى لاس شر ته کار شوى او شر جوړ شوى دى؛ ځکه چې د دوى په شر کې خير دى.
په هېواد کې د روانې لوبې ډېرى قربانيان پښتانه دي، پښتانه هم لکه د ګران افغانستان په څېر د خپل هغه شډل او يو رنګي خوي له امله قربان شوي دي، چې هېڅکله يې نورو ته نه سر ټيټ کړى او نه يې ټيټوي، دوى پر دې عقيده دي، چې (خدايږو چې له ټيټ نه خو سر مات ښه دى.)
دلته سوله يوازې په تشو چيغو، غونډو، کنفرانسونو، سيمنارونو، لاريونونو او بالاخره په تشو جرګو نشي راتلاى؛ ځکه چې دلته لا هم سوله کوونکي اړخونه او خواوې معلومې نه دي، په دې مانا چې لا معلومه نه ده، چې څوک له چا څخه خفه دى او څوک له چا سره سوله کوي؟ دلته د هر بهرني دولت د پوځيانو کړنې د بل دولت د پوځيانو له کړنو سره توپير لري. دلته د دولت د هرې ادارې پاليسي او تګلاره له بلې هغې سره توپير لري. دلته د هر ولايت تګلاره له بل هغه سره توپير لري او بالاخره دلته د دولت د مخالفينو د هرې سيمې د هرې ډلې د مخالفت تګلاره او تکتيک سره توپير لري، چې دغه ټول توپيرونه د سولې لپاره هلې ځلې او منډې ترړلې تر سوال لاندې راولي. تر هغې چې دغو توپيرونو ته د له منځه تلو يو معقول حل وړاندې نشي؛ نو پر سوله غږېدل به هسې بېځايه وي.
موږ بايد خپل غوږونه د دولت او حکومت خولې ته وقف نه کړو او نه يې هم بايد د دولت د بهرنيو دوستانو خولو ته کېږدو، د دولت د مخالفينو خبرې هم د هغوى خپلې نه ښکاري. موږ بايد خپل غوږونه د ولس خولو ته وړاندې کړو، چې ولس څه وايي، په کلي، ښار، موټر، روغتون، پوهنتون او ښوونځي، جومات، حجره او دېره کې ولسونه د خپل حکومت په اړه، په هېواد کې د روانو لوبو او د بهرنيانو د شتون په اړه څه نظر لري، بالاخره د سولې په اړه څه رايه او فکر لري؟ تر هغې چې معلومه نشي، څوک له چا سره سوله او روغه کوي، دا ناشونې ده، چې په دغسې جرګو او مرکو دې سوله راشي.
که امن مو په کار وي شرپسندو نړيوالو
زما د بچي شا ته هم بکسه ساتل په کار دي
د کرزي صيب په دې تېر اته يا نهه کلنه دوره کې د بهرنيو پوځيانو له خوا دومره افغانان ووژل شول، چې که د هغوى يو يو وارث هم د خپل مړ شوي خپلوان د انتقام په موخه د دولت او د دوستانو په مخالفت کې يې ودرېږي؛ نو شونې ده، چې دا روان دېرش کلن جنګ دې تر سلو کلونو هم واوړي، که سوله کېږي، نو اول دې په کليو او بانډو بمبارۍ ودرېږي، وژنې دې ودرېږي، يوازې د بېګناه خلکو وژنې نه، ځکه دلته هېڅوک هم ګنهګار نشته، چې ووژل شي. پر کليو او بانډو له بمبارۍ وروسته له رسنيو څخه د قربانيانو په اړه د (ګنهګار) او (بېګناه) لفظونه ډېر اورېدل کېږي؛ خو زما په نظر دلته د ګناه او بېګناهۍ خبره نشته، په دې نومونو چې هر څوک وژل کېږي، هغه که افغان وي، نو وژنه يې ناروا ده، د ملي او بين المللي حقوقو له مخې زموږ په خاوره کې هېڅ بهرنى حق نه لري، چې کوم ملکي وګړى ووژني؛ خو دوى چې په زانګوګانو کې زموږ بچيان وژني، پر کورونو مو بمباري کوي، نو هر افغان حق لري، چې په مقابل کې يې راپورته شي او د دوى راوړې تش په نوم سوله ورته په شر واړوي.
يو ملګري مې راته کيسه کوله، چې د بشرحقوقو له ادارې څخه يوه کاناډايۍ ښځه په کابل کې د الجزيرې تلويزيون ادارې ته ورغلې وه، چې د فراه په بلابلوک سيمه کې د وژل شويو کسانو تصويرونه ترې تر لاسه کړي. په کابل کې د الجزيرې تلويزيون د دفتر مشر، چې يو فلسطينى مسلمان دى، ورته د يو افغان ماشومې په وينو او خاورو لړلاى مرګونى تصوير ښودلاى و او ورڅخه يې پوښتلي ول، چې که چېرې ستا په هېواد کې ستا پر هېوادوالو دغسې يو حالت راشي؛ نو ته به څه احساس کړې؟ هغې بې له درنګه د خپل سر وېښتان په لاس کې نيولې ول او د شکولو هڅه يې کړې وه، په ځواب کې يې ورته ويلي و، چې زه دا تصور هم نشم کولاى چې زما په هېواد کې دې زما پر هېوادوالو دا ډول حالت راشي.
کله چې د سولې په نوم دا د شر علمبرداران په خپل هېواد کې ددغسې يو وضعيت تصور هم نشي کولاى؛ نو ولې موږ د بشري نړۍ برخه نه يوو؟ ولې موږ په دې خاورينه نړۍ کې د ژوند کولو حق نه لرو؟ ولې د سولې په نوم زما پر ولس دغه ډول لوبې کېږي؟ ولې؟ ولې؟ ولې؟ او بيا هم ولې؟؟؟؟؟؟؟
د پورته ټولو خبرو او بحث لنډ نچوړ داسې راوځي، چې په دې ټوله نړۍ کې هېڅوک هم داسې نشته چې زموږ ژوند دې وغواړي، زموږ د کور د ابادۍ نيت دې ولري، زموږ د ژوند د سوکالۍ نيت دې ولري. دا ټولې لوبې دي، زموږ پر سرونو لوبې کېږي، په يو نوم او بل نوم.
زما نصيب، زما د جنګ او جهاد، دغه برخه
چې خپله توره مې په خپلو وينو سره راوړې
هېڅ پرې پوه نه يوو چې مو ګټه که تاوان کړى دى
موږه پر خپلو اوږو خپل مړي اکثر وړي دي
که دلته وژل کېږو هم موږ يو او که هلته وژل کېږو هم موږ يو.
په پاى کې خپلو ټولو مشرانو ته ځولۍ غوړوم، چې د خداى په پار تر هر څه دمخه ددې ولس خير وغواړئ، ددې ولس پر در په دره حال ورحمېږئ او نور يې پر يو او بل نوم وژلو نه لاس واخلئ.
په جنګ او جګړو کې پر ټولو ښکېلو خواوو يو داسې ناره کول غواړم، چې د دونيا ګوټ ګوټ ته ورسېږي او هغه دا چې:
زموږ په کلي کې شر مه جوړوئ مه جوړوئ، مه جوړوئ
مه جوړوئ، مه جوړوئ، مه جوړوئ
مه جوړوئ، مه جوړوئ
مه جوړوئ
مه جوړ
مه جو
مه
م