څلورم باب
مفصل ايمان
د لا وړاندې تګ لپاره پكاره ده چې ته يوځل بيا دهغه مالوماتو حال واخلي چې په مخكنيو بابونو كې موتا ته په لاندې ډول وړاندې كړي و .
(1) سره لدې چې داسلام معنی د الله تعالى اطاعت اوفرمانبرداري ده , خو څرنګه چې د الله تعالى د ذات اودهغه د صفاتو پيژندل , د هغه تعالي د رضا مطابق ژوند كول , د آخرت په ژوندانه باندي ايمان راوړل , يوازي د الله تعالى د پيغمبردپیروۍ له لاري شوني دي , نود دې لپاره د اسلام د دين سم تعريف دا سې کیدلای شي : د پيغمبر په لارښونه ايمان راوړل اود هغه د كړنلارې مطابق دالله تعالى بندګي كولو ته اسلام وايى . څوك چې د پيغمبرپیروی پيږدي او پرته د پيغمبر له پیروۍ څخه د الله تعالى د اطاعت او فرمانبردارۍ دعوا كوي هغه مسلمان ندی .
(2) په پوخوانۍ زمانه كې هر قوم ته بيل بيل پيغمبران راتلل , په يوه قوم كى پرلپسي څو پيغمبران هم راغلي دي . په هغه زمانه كې د هغه دین نوم هم اسلام و, چى د هغه قوم پيغمبرانو يا پيغمبردوي ته ښولي و, سره لدي چى داسلام حقيقت په هره زمانه كى يو و, خو د شريعتونو( قانون اوعبادات ) طريقې ئې څه نا څه سره مختلفې وې , له دې امله پر يوه قوم د بل قوم د پيغمبر پيروي ضروري نه وه , خو ايمان راوړل په ټولو باندي ضروري و.
(3) حضرت محمد صلى الله عليه وسلم كله چې د پيغمبر په توګه راوليږل شو، نو د هغوي په ذريعه د اسلام تعليم ( دين ) مكمل كړاي شو , او ټولى نړۍ ته يو شريعت راوليږل شو , د هغوي مبارك نبوت په كوم ځانګړى قوم يا هيواد پوري تړلي نه و، بلكه د آدم عليه السلام ټولې اولادې ته و، اود هميش لپاره به وي . د اسلام كوم شريعتونه چې مخكي پيغمبرانو وړاندې كړي وو، هغه ټول د رسول الله صلى الله عليه وسلم د راتګ سره منسوخ كړاي شول ، اواوس تر قيامت پوري نه بل نبي راځي اونه هم كوم بل شريعت د الله تعالى له لوري راليږل كيږي , نو لدې امله اوس اسلام يوازي د رسول الله صلى عليه وسلم د پيروۍ او اطاعت نوم دي , د دوي مبارك نبوت منل ,او د دوي داعتماد پر اساس په هغو ټولو خبرو ايمان راوړل , چې دوي كړی دي ، د دوي ټول راوړی احكام د الله تعالى احكام ګڼل اسلام دی , اوس بل داسې سړي د الله تعالى له لوري نه راځي چې د هغه منل مسلمان كيدلو ته ضروري وي , او په نه منلو يى سړی كافر شي .
راځي چى اوس موږ تاسو ته وښيو چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په كومو كومو خبرو د ايمان راوړلو لارښونه كړی ده , او هغه كومې ريښتينې خبرې دي , او په منلو انسان ته څومره لوړمقام حاصليږي .
په الله تعالى باندې ايمان راوړل :
د رسول الله صلى الله عليه وسلم لومړی او تر ټولو ارزښتناک تعليم دا دي : لا اله الا الله (د الله څخه پرته بل اله نشته )
دا كليمه د اسلام بنياد ده , هغه څه چى يو مسلمان له يو كافر, ملحد , مشرك , څخه بيلوي هغه همدا كليمه ده , د دې كليمه په منلو او نه منلو د يوه انسان او بل انسان تر منځ لوی فرق را منځ ته كيږي , د دې په منلواو نه منلود يوې ډله او بلې ډله تر منځ توپیر رامنځ ته کیږی , د دې كليمه مننكوته د دنيا نه نيولي تر آخرت پوري سرفرازي , سوكالي , ترقي , وي , او نه مننكو ته يى نامرادي , ذلت , سپكاوي .
دومره لوی فرق چې د انسان اوبل انسان تر منځ راولاړيږي دا يوازي په ژبه باندي د لام الف اوهې څخه د جوړه شوې وړې كليمې د تلفظ كولو په پايله كى نه راولاړيږي , په ژبه لس لكه ځله اسپرين اسپرين ووايه تر څو چې اسپرين ونه خوري ستا تبه نه وركيږي , همدا رنګه كى په ژبه لا اله الا الله ووايې خو په معنى ئې پوه نشي , ګټه نشي ترې اخیستلی . د دې الفاظو په ويلو تا د څومره لوي شي اقرار وكړ , او په ويلو ئې پر تا باندې څومره لويه ذمه داري واوښته , نو داسې له پوهى پرته تلفظ هيڅ ګټه نلري , ريښتنى فرق خو هغه وخت رامنځ ته كيږي كوم وخت چى دا سپیڅلې کلیمه لا اله الا الله ستا زړه ته لاره پيدا كړي , د دې په معنى كامل يقين اوباور وكړي , د دې پرخلاف چې څومره عقيدې دي ستا زړه ورڅخه پاك شي , او د دې كليمه اثر ستا په زړه او دماغ باندې دومره ژور وي ,څومره چى پدې خبره ايمان او باور لري ، چى اور سوځونكى او زهر وژونكى شي دی ، څرنګه چې د اور په خاصيت ستا زړه ايمان لري او تا ورڅخه ژغوري , او څرنګه چې په زهرو ايمان لري اوتا ورڅخه ساتي , دا راز په كليمه لا اله الا الله ايمان راوړل بايد تا د كفر شرك او الحاد له وړو وړوخبرو څخه هم منع كړي كه هغه په عقيده كى وي او كه په عمل كى .
دلا اله الا الله معنى :
له ټولو وړاندي دا بايد زده كړو چې ( اله ) څه ته وايى , په عربي ژبه كې د اله معنى ( د عبادت مستحق ) ته ويل كيږي , يعني داسې هستي چې د خپل شان اوشوكت او جلال او لويى له لحاظه د پرستش او بندګۍ وړاو لايق وي , د بندګى او عبادت لپاره د سرد ټيټيدو مستحق وي , د اله په معنى كې دا مفهوم هم شامل دي , چى د نه ختميدونكى قدرت څیښتن وي , داسې قدرت چى د هغه د پراختيا د څيړنه په پايله كى د انسان عقل حيران شي , او دا مفهوم هم د اله په ټكي كې شامل دي چى چا ته اړ نه وي , نور ټول مخلوقات د ژوندانه په معاملاتو كې ده ته اړوي , د ده څخه د كمك غوښتونكى وي . د اله په ټكي كې د پتوالى مفهوم هم نغښتى دي , يعني اله هغه ذات ته ويل كيږي چى د ده طاقتونه د اسرارو څخه ډك وي , په فارسي ژبه كى ( خدا ) په هندي كي ( ديوتا ) په انګليسي كى ( ګاډ ) هم د همدي ټكى د مفهوم سره برابريږي او د نړۍ په نورو ژبو كى هم ځانګړي الفاظ د دى مفهوم لپاره شته دي .
د الله لفظ د خداي جل جلاله لا شريك له دپاك ذات نوم دی , د لا اله الا الله لفظي ژباړه داسې ده , بل اله نشته پرته له هغه ځانګړي ذات څخه چې نوم ئې الله دي , مطلب دا چى د نړۍ په ټول كايناتو كې د الله تعالى څخه پرته بله داسې هستي نشته چې د عبادت او بندګۍ وړاو مستحق وي , له الله تعالى څخه پرته بل څوك د بندګۍ او عبادت لپاره د سر د ټيټولو وړ ندي , صرف همدا يو ذات د ټولي نړۍ مالك او حاكم دي , ټول شيان ده ته اړ او محتاج دي , ټول لده څخه د كمك د غوښتلو اړمن دي , هغه پاك ذات دانساني حواسو څخه پټ دي , او د دغه ذات د هستۍ په پوهيدوعقل حيران دي .
د لا اله الا الله حقيقت :
دا خويوازې د الفاظو مفهوم و , اوس د دې د حقيقت د پوهيدو كوښښ وكړه , د انسان د پخوانى تاريخ پیښې او کیسې چى موږ ته رارسيدلي دي , او د تيرو شويو قومونو آثارچى څيړل شوي , له هغو څخه په ډاګه كيږي چې انسان په هره زمانه كې يو څوك په خدايى منلی او عبادت او بندګي ئې كړي ده , اوس هم په نړۍ كې چې څومره قومونه دي , كه هغه هر څومره وحشي دي اويا هم هر څومره مهذب دي , په ټولو كى دا خبره شته ده چى يو څوك يى په خدايى منلى اوعبادت ئې كوي . له دې څخه دا په ډاګه كيږي چې دي انسان په فطرت كې د خداي خيال پيدا شوي , پده كى داسې كوم شي شته چى دی د خدايۍ منلو او د هغه عبادت كولو ته مجبوروي .
پوښتنه دا را برسيره كيږي چې هغه څه شي دي ؟ ته په خپله د خپل ځان اود ټولو كايناتو په څرنګوالي نظر واچوه په خپله به د دې پوښتنې ځواب درته په ډاګه شي .
انسان په اصل كې بنده پيدا شوى دي , هغه فطرتاً اړمن او محتاج پيدا شوي , نا توانه او فقير دي , دير شيان دي چى د ده د وجود پايدارۍ ته ضروري دي , خو هغه شيان د ده د قدرت په موټى كې ندي , خود بخود حاصليږي هم او لده څخه اخستل كيږي هم , دير شيان دي چى ده ته ګټمن دي , اود هغه دلاسته راوړنه لپاره زیار او كوښښ كوي خو كله يى ترلاسته كوي او كله يى نشي تر لاسه كولی , ځكه چى د هغو شيانو لاسته راوړنه د ده په واك كى نده .
دير داسي شيان دي چى ده ته زيان رسوي , د ده د ټول عمر خواري د سترګو په رپ كې لمنځه وړي , د ده هيلى له خاورو سره برابروي , دی په مريضي او هلاكت مبتلا كوي , دى دهغه شيانو مخنيوي كوي , كله ئې مخنيوي كيږي او كله نه كيږي , لدي څخه دی پوهيږي چې د هغه راتګ اونه راتګ د ده له واك څخه وتلي كار دي .
دير داسي شيان دي چې د هغوي له ليدو څخه انسان حيرانيږي , غرونه , رودونه , لوي لوي هولناك ځانوران ويني , د هواګانو طوفانونه , او د اوبو سيلابونه , د ځمكى زلزلې ګوري , د لمر ، سپوږمي او ستوري تاويدل را تاويدل په ټاکلی سیستم کې ده ته ښكاري , انسان ويني چى دا شيان څومره لوي دي , څومره طاقتوردي , څومره د شان او شوكت خاوندان دي , او دی ئې په وړاندي څومره عاجز او نا توانه دی , دا پياوړي انځورونه او د ده خپلي اړتياوې د ده په زړه كى د بندګۍ او عاجزۍ او كمزورۍ احساس را پاروي , او كله چى دا احساس راپيدا شي نو خود بخود ورسره د الوهيت يعني خدايۍ تصور هم پيدا كيږي . خپله د هغه لوي ذات احساس كوي چې د دومره لويو طاقتونو مالك او څیښتن دي , دا د لويۍ احساس دى مجبوروي تر څو د هغه بندګۍ ته سر ټيټ كړي , د هغه د قوت احساس دي مجبوروي تر څو خپله عاجزي ورته وړاندي كړي , د هغه ګټمن قوتونودي مجبوروي تر څو ورڅخه د ستونزو د حل لپاره غوښنته وكړي , او د هغه زيان اړونكى قوتونه دی دې ته مجبوروي تر څوله هغه څخه ويره ولري او د غضب څخه يى ځان وساتي .
د جهالت په ټيترينه درجه كې انسان ته داسي احساس پيدا كيږي , چې هغه شيان چى انسان ته ګټه اوزيان اړولي شي , همدا شيان په خپله د خداي وړ دي , نو د ځانورانو , رودونو , غرونو , ځمكه , اور, باران , هوا , سپوږمۍ , لمر .. عبادت كوي .
دا جهالت چې كله لږ كم شي او د علم رڼا او روښنايى راشي نو داسي احساس ورته پيدا شي چى ګواكي دا شيان هم د ده په څير محتاج او كمزوري دي , تر ټولو لوي او طاقتور ځناوران هم د يوې ميسې په څير مري , لوي لوي رودونه وچيږي , غرونه په خپله انسان اواروي او ړنګوي , د ځمكه اوبيدل او پالل په خپله د ځمكى په واك كى ندي , كله چى اوبه ورته ونه رسيږي نو وچه شي , اوبه هم خپلواكه ندي , بيدل يى د هوا اړمن دي , هوا هم خپلواكه نده , ګتمن كيدل اونه كيدل يى د بل چا په واك كى دي , ستوري , سپوږمۍ , لمر هم د يوه ځانګړي قانون تابع دي , د هغه قانون څخه خلاف يوه ذره هم ښوريدى نشي . اوس د دغه انسان ذهن پټ او د اسرارو څخه ډكو شيانو ته متوجه كيږی , دا فكر ورسره پیدا کیږی , چې د دى ظاهري شيانو تر شا كوم پټ قوت شته دي چى په دوي حكمروايى كوي , اودا ټول شيان د هغه په واك كى دي , له همدي ځايه د ده سره د خدايانو او ديوتاګانو عقيده پيدا كيږي ,د رڼا , هوا , اوبو , رنځوري , تندرستي , او داسي نور شيانو اړوند ځان ځان ته خدايان مني , او د هغوي خيالي صورتونه جوړوي او عبادت يى كوي .
له دې وروسته چى د علم لږ څه نوره رڼا او روښنايى راشي , نو انسان ويني چې دا نړۍ او پکې موجود انتظام او تنظيم د يوه پياوړي قانون تابع دي . د هوا په رفتاركې , د باران په وريدل کې , د ستورو په ګردش كې , د فصلونو او موسمونوپه بدليدل كى د قانون يوالي دي , دا ټول بي شميره قوتونه يوله بل سره يوځاي كار كوي , داسې پياوړي قانون دي چى كوم وخت كوم كار ته ټاكل شوي وي په هماغه ټاكل شوي وخت د مختلفو كايناتو د راټوليدو اسباب برابر شي او يوله بل سره ګډ په كاربخت شي , د دې نظام دا هم آهنګي چى يو مشرك انسان ګوري پدي مجبور كيږي , چى دا ومني چى يو لوي خداي شته چى په دې ټولو وړو وړو خدايانو حكومت كوي , كه نه نو د نړۍ دا لويه كارخانه به دړى وړى شوي وی كه ځان ځانته واړه واړه خدایان وی ، او هر یو له بل څخه ځانته او خپلواك وي . دا انسان لوي خداي( الله )د وړو خدايانو خداي ګڼي او نور داسي نمونه ورباندي ايږدي , اود لوي خداي په عبادت كى نور واړه واړه خدايان هم شريكوي , دی فكر كوي چى خدايى هم د نړي د پادشاهانو په څير ده , څرنګه چى په نړۍ كى د يوه پادشاه دير وزيران او واليان وي .....همدا رنګه د كايناتوخالق هم يو لوي خداي دي , اوترده لاندي نور واړه واړه خدايان دي , او تر څو چى دا واړه خدايان خوشحاله نشي لوي خداي ته رسيدل ممكن ندي , لدې كبله د دوي عبادت هم ضروري ګڼي , دوي ته هم بايد لاس وږد شي , د دوي له خپګان څخه بايد ډډه وشي, او دوي لوي خداي ته د رسيدو ذريعه بايد وګڼل شي , اود نذرونواونيازونوپه ذريعه بايدخوشحاله شي .
او بيا چى دعلم او پوهې په ډګركې نور پرمختګ اوترقي وشي , نو د خدايانو شمير هم را کم شي , څومره خدايان چې جاهلانو جوړكړي كه هغه يو يو وڅيړل شي نو په ډاګه كيږي چى دا ټول خدايان ندي , د موږ په څير بندګان دي بلكه زموږ څخه هم ناتوانه اوبي وسه دي , پدې څير دا جاهلان تر غور وروسته هغه خدايان يو پر بل پسي پريږدي تر څو په پاي كى يوخداي پاتي شي . څوك ئې داسي ګمان كوي چى خداي زموږ په څير جسم لري او په يومعين ځاي كى ناست اوخپله خداي كوي , څوك ئې ګمان كوي چى خداي ښځه او اولادونه لري او د انسان په څيرد نسل سلسله چلوي , څوك داسي ګمان كوي چى خداي د انسان په څيره كى ځمكى ته راكوزيږي , څوك ګمان كوي چې خداي دا لويه كارخانه جوړه كړی ، او اوس چيرته په كرار ناست دي اوخپل استراحت كوي , څوك وايى چى خدايى ته د ورتګ او نيږدې کیدلولپاره د لويانو او روحانينو لاس نيونې او واسطه ته اړتيا ده , او د دوي له واسطه څخه پرته كار نه كيږي , څوك د خداي صورت په خپل خيال كى جوړوي , او د عبادت پرمهال د هغه صورت ایښودل د مخ په وړاندي ضروري ګڼي , د توحيد د عقيدې د درلودلو سره د انسان په ذهن كى دا راز تیروتنې , د دې لامل ګرځی چې انسان د شرك اوكفر سره لاس ګيريوان شي , اوهمدا د جهالت پاي دی .
تر ټولو لوړه درجه د لا اله الا الله درجه ده , دا هغه لارښونه ده چې په خپله الله تعالى د خپلو پيغمبرانو په ذريعه په هره زمانه كې انسان ته راليږليه ده , دا علم يى له ټولو انسانانو وړاندي آدم عليه السلام ته وركړ او ځمكى ته يى را كوز كړ , همدا علم ئې د حضرت آدم عليه السلام څخه وروسته حضرت نوح , حضرت ابراهيم , حضرت موسى عليهم السلام , او نور ټولو پيغمبرانو ته وركړ, بيا ئې همدا علم آخري پيغمبرخاتم النبين محمد رسول الله صلى عليه وسلم ته هم وركړ، او دبشریت د لارښونې لپاره ئې غوره کړ, دا هغه خالص علم دی چې د جهالت شك او شايبه هم پكى نشته , پورته موږ د كفر, شرك , بت پرستۍ څوډولونه او صورتونه تاسو ته وړاندي كړل , او په هغه ټولو صورتونوباندې د انسان د مبتلا كيدو لامل د پيغمبرانو له لارښونى څخه د هغه مخ اړونه وه , اوهمدا رازپه خپلو حواسو اوعقل باندي اعتماد كړل و .
ان شاء الله په راتلونكی برخه کې به وګورو چې پدې وړه جمله (لا اله الا الله ) كى څومره لوی حقيقت نغښتي دی .
ژباړه : عبدالرحمن فرقانی .
وروستي