دښې ادارې تعريف

گلوبل منجمينت اداره په دي ډول تعريف کوي اداره دډيزاين ، طرح او ساتني له پروسي څخه عبارت ده يا دا چي اداره هغه محيط ته وويل کيږي چي په هغي کي انفرادي کسان په ګروپي او ډله ييز شکل او اغيزمنه توګه کار کوي چي ټاکل شوي موخي تر لاسه کړي .
دنړيوالي اداري دندي.
نړيواله اداره خپلي دندي په پنځوبرخو ويشي ،لکه پلان کول ، استخدام کول، رهبري کول اوکنټرول کول يا څارنه موږ په دي ځاي کي نوموړي دندي يوه يوه اوپه لنډه توګه تر خپلي مطالعي لاندي نيسو،
لومړي دنده پلانول يا پلان جوړول پلان جوړونه له هغي اداري دندي څخه عبارت ده چي ديوي پروسي دعملي کولو په لومړي سر کي ټاکل کيږي اوپه پلان جوړونه کي هغه ټول ګامونه اوکارونه شامل وي،
چي اهدافو ته رسيدګي پري ممکنه وي پلان جوړونه يو داسي تصميم ته اړتيا چي ټولي بدلي لاري يي په نظر کي نيولي وي پلان جوړونه دهغه بيلتون تر مينځ د يوه پله حيثيت لري چي موږ چيري يو او غواړوچي څه وکړو يا دا چي دهغه بيلتون تر مينځ فاصلي ته ويل کيږي چي دکارونو او موخو ترمنځ قرار لري
دپلان جوړولو طبعيت دپلان جوړولو طبعيت څلور مهم ټکي په نظر کي نيسي چي په لاندي ډول دي ،
١، دټاکل شويو موخو اومقصدونو ترمنځ ګډون رامنځ ته کوي ،
٢، پلان داداري يوه داسي دنده ده چي داداري دندوترمنځ لوړ لوي او لومړي مقام لري ،
٣، پلان د ټولو اړوندو اداره چيانو او اداري کارکوونکيو ګډه دنده ګڼل کيږي
دپلان ډولونه
پلان دکاري پروسي له مخي پر زياتو ډولونو ويشل کيداشي ځکه چي دانسانانو هره کاري پروسه دخپلو ځانګړنو له مخي ځانګړي پلان او تګلاري ته اړتيا لري او هره اداره دخپلو اړتيا وو له مخي رنګارنګ پلانونه جوړوي موږپدي ځاي کي دپلان هغو ډولو نو تبصره کوو چي دزماني چوکاټ له مخي پلان پر څو ډوله دي،
دزماني له مخي دپلان ډولونه ،
دوخت له مخي پلان پر دوه ډوله دي : لنډمهالي پلان اواوږودمهالي يا ستراتيژيک پلان ،
لنډمهالي پلان هغه پلان ته وويل کيږي چي له يوي اووني څخه بيا تر دوو کلونو پوري وخت په نظر کي ورته نيولي شوي وي ،
اوږودمهالي پلان هغه پلان ته وويل کيږي چي له پينځو څخه تر پينځلسو کلونوپوري وخت په نظرکي ورته نيول شوي وي ،
ځيني پوهان بيا پلان پر دري ډوله بولي چي اوږدمهالي ، منځ مهالي او اوږدمهالي نومونه يي ورکړي دي خو زياتره پوهان بيا پر دي نظر دي چي دزماني له مخي پلان پر دوه ډوله دي چي اوږود مهالي او لنډ مهالي پلانونه يي ګڼلي شو
دپلان دوخت په هکله هم مختلف نظريات موجود دي ،
ځکه کيداي شي چي دواړه ډوله پلانونه له يادشوي وخت څخه په لږه يا زياته موده کي پلي شي ،
دپلان ګامونه ،
کله چي پلانونه جوړيږي نو يو شمير اړينو ګامونو ته اړتيا ده چي بايد پورته شي اوهغه ګامونه په لاندي ډول دي :
١،له فرصتونو څخه لازمه اګاهي او خبرتيا ،
٢، دموخو او اهدافو ټاکنه ،
٣، دپلان جوړولو اړوند بهرني اوکورنې محيط په نظر کي نيول،
٤، داحتياطي پلانونو په نظر کي نيول ،
٥، له موخو سره دخپلو تګلارو پرتله کول،
٦، دتګلارو ټاکنه ،
٧، دخپل بشري ځواک ،وسايلو ، موادو ، پانګي ، توليداو داسي نورو څيزونو په رڼا کي د مرستنديو پلانونو فارمول په نظر کي نيول ،
٨، له پانګي سره سم خپل پلان ته شميري ورکول،
اهداف
اهداف يا موخي دهغو فعاليتونو وروستني پړاو ګڼل کيږي چي دهغه دلاسته راوړو لپاره په کاراچول شوي وي اهداف هغه وخت کتل کيږي ،
چي ايا سر ته رسيدلي دي او که نه چي دا امکان په صورت کي کاري پروسه پاي ته ورسيږي او وليدل شي چي ايا ټاکلي موخي لاس ته راوړل شوي او که نه ،
دوهمه دنده
تنظيم کولاداره کول يا نتظيم کول يوه داسي کليمه ده چي زيات وګړي يي په ازادانه توګه استعمالوي ځيني وايي چې د تنظيم کولو پروسه هغه اداري رفتار اوکردار ته وويل کيږي چې د اداري ګډونوالو تر مېنځ صورت نيسي خو ځېني نوموړې پروسي ته ديوه شرکت کمپني اويا مؤسيسي په بڼه ګوري او دهغه په رڼا کي يي ارزيابي کوي ،
دتنظيم کولو پروسه موږ ته راښيي چي په يوه اداره کي بايد څوک کاروکړي او څوک دکومي يوي پايلي مسئوليت لري چي د هغه بنسټ د کارونو سلسله رامنځته او موخي تعين شي او ددي موخودلاسته راوړلو لپاره داداري اړيکو يوه منظمه سلسله رامنځته شي ،
دا اداره کولو په پروسه کي لانديني څيزونه شامل دي
١، داړتيا وړ کارونو اوموخو پيژندل ويشل او جدا کول
٢، د هري کاري ډلي ياګروپ لپاره د مسئولينو غوره کول
٣، دکاري ګروپونو دمسئولينو تر مينځ ديوي ښي همغږي او هماهنګي رامنځته کوي ،
دغوره او معقول اداره کولو لاري چاري
ددي لپاره چي يوه اداره په غوره اومعقول ډول سرته ورسيږي نو ځينو لارو چارو ته اړتيا ده چي په لانديني ډول اشاره ورته کيږي ،
١، له ټولو مخکي د اداري کا ردسرته رسولو لپاره دموخو ټاکل.
٢، دمرستنديو هدفونو پلانونو پاليسيو او داسي نورو څيزونو دفارمول رامنځته کول ،
٣، دهغو کارونو پيژندنه چې پر خپل وخت با يد سر ته ورسيږي ،
٤، دچارو تقسيم البته نوموړي کار بايد د يوي اداري د بشري ځواک مادي پانګي وسايلو او داسي نورو څيزونو په رڼا کي په داسي توګه تر سره شي چي اغيزه ولري او مؤثروي
٥، دهر يوه کاري ګروپ دلارښونې لپاره دمسؤلينو ټاکنه
٦، کاري ګروپونه په عمودي ډول ديوبل سره مرسته کول
دښې ادارې لپاره لاندي څېزونه په نظر کې ونېول شې ،
١، دافرادو شمير
٢ وخت
٣ ګټي
(٤)تاوان
٥ کاري ډلې
درېمه دنده ،افرادو ټاکنه
استخدام دهغو دفتري پو ستونو پوزيشنونو اومقامونو دډکولو او يا هغه ته د مناسبو افرادو له ټاکلو څخه عبارت دي چي په يوه اداري چوکاټ کي اړتيا ورته ليدل کيږي ،
داستخدام دسيستم تګلاره
استخدام په يوه اداري چوکاټ کي په لاندي ډول ترسره کيږي ،
١،دکاري اواداري پلانونو کتنه
٢، داداري کار کوونکيو د اړتيا شمير اوڅرنګوالي معلومول ،
٣، داداري په هکله بشپړه صورت حساب ترسره کيدل ،
٤، کورنيو او بهرنيو سرچينو او محيط ته په کتني سره داداره چيانو د فعلي او راتلونکيو اړتيا وو څيړنه،
د استخدام څرنګوالي
• داړتيا وړ افرادو لپاره د استخدام پروسه له ټولو اړخونو سره پر لاره اچول
• دافرادو له منځ څخه د وړ افرادو ټاکنه
• په خپله اداره کي دټاکل شوي اداري کارکوونکي ځاي پر ځاي کول،
• تر فيع ورکول
• دخپلو ادارو تر منځ جداوالي اودڅانګو ډيرول
• ددندي دستراتيژي يا ارزيابې
• رهبري او کنټرول
يو اداري کارکوونکي په خپله ،
درييو اساسي څيزونو ته اړتيا لري چي له ټاکلو ځاي پرځاي کولو او ترفيع څخه عبارت دي ،
هره اداره د استخدام لپاره کورني او بهرني چاپيريال يا محيط لري چي کورني چاپيريال يې د اشخاصو د پاليسيو تعقيب او دترقي او انعام له سيستم څخه عبارت دي او بهرني چاپيريال يي د نويو اشخاصو ټاکنه دکمپني دپلانونو بدلون دشخص له درجي بدلون او تقاعد څخه عبارت دي
دټاکني پروسه
دټاکني پروسه ښايي دمصاحبي مختلفو ازموينو کاري تاريخچي ته دکتني او داسي نورو لارو څخه تر سره شي چي په دي لړکي دکانديد ددي خبري ثبوت کوي چي دنوموړي دندي لپاره وړ او اړتياوي لري چي د پشنهاد شوي دندي لپاره ضروري دي ،
دمقام منصب اړتياوي اود وظيفي ډيزاين يا طرح ،
1. ديوه مقام منصب او يا يوي دندي لپاره بايد ځيني ضروري ټکي په نظر کي ونيول شي چي په لاندي توګه ورته اشاره کيږي ،
په مانا چي ولي دي دندي ته يوه اداره اړتيا لري او بيا چي په دنوي دندي دتصويب په اړه فيصله وشوه نو زمونږنوي دنده کومو اړتيا ووته ضرورت احساسوي چي بايد تر سره او د هغي په هکله کوټلي ګامونه پورته شي،
دويم
په دي مانا چي هره اداره دنده خپل ځانګړي ټاکل شوي اوخاص حدودلري چي صلاحيت اوکاري پروسه يي په هماغو حدودو اوسرحداتو کي راخلاصه کيداي شي ،
دريم
دوظيفي دبشپړه وخت چيلنجونه هره دنده دبرياوو او تکميل کيدو تر څنګ ځيني احتما لي چيلنجونه هم لري چي بايد د وظيفي دډيزاين او طرح کيدو په صورت کي په نظر کي ونيول شي ،
اود هغو ګواښونو د مقابلي لاري چاري ولټول شي چي زموږ نوي دنده په اټکلي توګه ورسره مخ کيداي شي ،
څلورم
دهغو اداري مهارتونو مطالعه څيړنه اوتهيه کول دي چي نوي دنده ورته اړتيا لري چي موږ يي بايد د ډيزاين او طرح په وخت کي په نظر کي ونيسو دبيلګي په توګه دنوي ټيکنالوژۍ په بڼه اداره کول د اداري دندي له مهارتونو څخه ګڼل کيږي ،

مسيح الله (عصام) اسداباد (کنړ)