(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۷مه) د ورزشي فدراسیونونو ټاکنو په بهیر کې دا ځل امیر حسین حسیني د موی تای او بکتاش نصرت د کڼو د فدراسیون مشرانو په توګه ټاکل شوي دي.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویلي، د موی تای فدراسیون مشرۍ ته دوه تنه امیر حسین حسیني او علي رضا عاطفي نوماندان وو.
ویل شوي، چې نوماندانو خپل پروګرامونه شریک کړل او له هغه وروسته رأی اچونه وشوه چې ښاغلی امیر حسین حسیني له ټولو ۲۱ رأیو د ۱۹ په ترلاسه کولو سره، د موی تای فدراسیون مشر په توګه انتخاب شو.
بل خوا د کڼو د ورزشي فدراسیون مشرۍ لپاره بکتاش نصرت نوماند و چې د ۸ رأیو په ترلاسه کولو سره د دغه فدراسیون مشر په توګه ومنل شو.
د ورزشي فدراسیونونو ټاکنې د بدني روزنې ریاست تر څار لاندې په کابل کې روانې دي چې تر دې مهاله له ۳۰ د زیاتو فدراسیونونو انتخابات ترسره شوي دي.
وروستي