منځنی ختیځ د تاریخونو، پیښو، ادیانو جګړو او اینقلابونو اډانه، منځنی ختیځ د الهي ادیانو زانګو هغه خاوره چې الله تعالی په بار بار خپل استازي د بشر د اصلاح لپاره ورته رالېږلي او ډیر مدنیتونه او قومونه پکې را پرځیدلي او خپل ځای نورو مدنیتونو او قومونو ته خوشئ کړی دی.
دي خاورې فرعونیان، عادیان او ثمودیان زیږولي خوبیا يي د تاریخ په پاڼو کې خپل نوم په داسي معززو بچیانو عزتمند او روښانه کړي لکه: موسی (ع) داود (ع) سلیمان (ع) اوداسې په لسګونو نور دي چې د نومونو لړيې ډیر وږدیږي.
دا د خدای د ځمکې له انقلابې څپو ډکه یوه ټوټه چې ډیرعجیب تاریخ لري، دلته څو اساسې ټکو ته په لنډ ډول اشاره کوو.
دمنځني ختيځ جغرافېاوي موقعیت:
دمنځني ختيځ سيمه د مديتراني بحيري او دفارس خليج په منځ کې پرته ده . داسيمه د اروپا او آسيا دلوېو وچو په جنوب او دآفريقا په شمال کې يرته ده ، ددې سيمي هيوادونه اکثره د آسيا لويي وچې پوري تړاو لري او اکثره عربي هېوادونه دی.
په دی سيمه کې بيلابيلي نژادی او فرهنګي ډلې لکه عربي، بربري، يهودی، کردی، ترکې، آسوري او ايراني شتون لري، ددی سيمي داوسيدونکو اصلي ژبي عربي، ترکې، کردی، عبري، آسوري او ايراني دی. منځني ختيځ په کُلي توګه لاندی هيوادونو ته شامليږي:
لبيا، الجزاېر، مصر، تونس، او مراکش د افريقا د لويې وچې څخه اردن، سعودی عربستان، يمن، دعربو متحده امارات، سوريه، عراق، قطر، عمان، بحرين، کويټ، فلسطين، اسرائيل، لبنان، او ايران له آسيا لويي وچې څخه چې په مجموع کې ۱۹ هيوادونه کېږي. ځېنو نورو منابعو افغانستان، پاکستان او ترکيه هم د منځني ختيځ د هيوادونو څخه بللي.
د منځني ختيځ تاريخي اهميت:
منځني ختيځ په تاريخي لحاظ له ډيرو مهيمو او لومړنيو ځايونو څخه دی چې ډير الهي اديان همدلته منځ ته راغلي او هم اولوالعزمو پېغمبرانو له همدی ځايه خپل نړيوال رسالت اعلان کړې او خللکو ته يې رسولی دی ، له شلو نه دڅو زياتو پيژندل شويو تمدونونو له نيمائي زيات په منځني ختيځ کې را منځ ته شوي.
له مذهبي پلوه دبيت المقدس ښار ديهودو، مسيحانو او مسلمانانو له پاره ډېر مقدس او ارزښتناک ښار دی، علاوه له دينه منځنۍ ختيځ د قانون ګذارۍ، فلسفي او ادبياتو زانګو ده او مختلف علمونه او هنرونه له همدی ځاي څخه ريشه اخلي او له همدی ځاي څخه ټولي نړۍ ته خپاره شوي.
دمنځني ختيځ سياسي اهميت:
منځني ختيځ د ټولنيز جوړښت، قومي او نژادی توپير، مادی منابعو او امکاناتو له اړخه د ډير اهميت وړ دی ځکه طبعي منابع د خلکو په رضايت او خوښه نه ويشل کېږي. په لومړي نړېواله جګړه کې دعثماني امپراطورۍ د سقوط وروسته دنويو تأسيس شويو دولتونو لپاره د استمعاري دولتونو دمصالحو او ګټو په نظرکې نيولو سره او بي له دی چې ددغي سيمي دخلکو قومي، نژادی او مذهبي مساېل په پام کې ونېسي تحميلي سرحدونه وټاکل شول، له همدی کبله نن په منځني ختيځ کې داسي هيواد نشو کولاي ومومو چې له خپلو همسايه ګانو سره د اوبو، نفتو او ځمکې پر سر اختلاف ونه لري ، په منځني ختيځ کې همدغه اختلافات کله د اسلحو درقابت باعث کېږي او کله هم دلنډو او اوږدو جګړو سبب کېږي ، له همدې کبله منځنی ختيځ هم دسيمي دخلکو لپاره او هم د نورو هيوادونو لپاره سياسي او امنېتي اهميت بل په دی سيمه کې د اسرائيلي دولت موجوديت ده چې غربيانو دلاس د الي په توګه دمسلمانانو دټکولو لپاره په سيمه کې ساتلی او تري حمايت او ملاتړ کوي.
دمنځني ختيځ اقتصادی اهميت:
منځنۍ ختيځ په ټوله نړۍکې يو د انرژۍ څخه د ډکو سيمو څخه ده له همدی کبله له ډيري پخوا زماني څخه دنړيوالو د توجه وړ ګرځيدلی او ورته اهميت لري په خاص ډول ددوېمې نړېوالي جګړې وروسته پدی خاطر چې منځني ختيځ په نړيوال اقتصادکې اهميت پيدا کړو ډير زيات دلويو قدرتونو دپاملرني وړ وګرځيد او په مختلفو بهانو يې غوښتل چې په سيمه کې خپل حضور ولري او له دغي سيمي څخه دخپل صنعت لپاره خام مواد ترلاسه کړي. منځني ختيځ د نفتو او طبعي ګاز ډيري لوئې ذخيرې لري لکه سعودی عربستان، کويټ، عراق، دعربو متحده امارت، ايران ،قطر او نور ديادوني وړ دي.
منځني ختيځ او يهود
يهود دتاريخ په اوږدو کښي:
اسحق(ع) د الله(ج) دپيغمبرانو څخه وو، دده ځوي يعقوب(ع) داسرائېل په نوم ياديده او اسرائېل دالله(ج) دبنده مانا ورکوي يعقوب(ع) ۱۲ زامن درلودل چې څلورم زوی يې (يهوذا) نوميده يعقوب(ع) له خپلو زامنو سره په کنعان يعني فلسطين کې اوسيده. يوسف(ع) ديعقوب(َع) د ۱۲ زامنو له جملي څخه وو الله تعالي ورته ښه خوي او ښکلا ورکړې وه کله چې يوسف د خپلو وروڼو له خواه په کوهي کښي واچول شو نو(يهوذا) هم په دی مشهوره پيښه کې ګډون درلود، د دغي پېښي وروسته ديعقوب(ع) زامن له ميلاد څخه ۱۷۴ کاله مخکې له کنعان څخه مصرته کډه شول مصر په هغه وخت کې يو بډايه اود زيات نفوس لرونکې و، او هر چا به چې په مصر حکومت کاوه لکه په ټوله نړۍ چې حکومت کوي.
کله چې ديوسف وروڼه مصر ته دننه شول نو يوسف دمصر دخزانې وزير وو، نو دوي دښه او ارام ژوند خاوندان شول، د وخت او زمان په تيريدو سره ددوي شمير زيات او ډيري قبيلي يې جوړي کړي، دوي په ډاډ او امن کې ژوند کاوه، تر څو دفرعون زمانه راورسيده نو په دغه وخت کې بني اسرائېل ډير خوار او ذليل شول ځکه چې فرعون له دوی سره دښمني او کرکه درلوده، قرانکريم په دی هکله فرمايې (نارينه يې ووژل او ښځي يې د وينځو په ډول ساتلي) دبقري سورت ۴۹ آيت. د موسي(ع) دپېغمبرېۍ تر وخته بني اسرايئلو د فرعون تر ظلم او استبداد لاندی ژوند تيرولو کله چې موسي(ع) پيغمبر شو نو دبني اسرائېلو نه يې دغلامۍ زنځيرونه لري کړل او ازاد يې کړل خو څرنګه چې بني اسرائېل يو لجوج اوبهانه کونکۍ قوم دی موسي(َع) يې دعمر ترپايه وځوراوه، بني اسرائېلو ته الله(ج) ښکلي نعمتونه او د ژوند ښه وساېل برابر کړي وو، خو کله چې دوي دالله(ج) له احکامو نه سرغړونه وکړه نو بيا د الله(ج) په عذابونو اخته شول او۴۰ کاله په دښتو اوبيابانو سرګردانه او لالهانده وګرځيدل چې بلاخره ۱۵۰۰ کاله مخکې له ميلاد څخه ديوشع(ع) سره يوځاي فلسطين ته دننه شول. دميلاد نه ۱۰۹۵-۱۰۵۵ مخکې ديهودو لمړي دولت جوړ شو چې پاچا يې (کالوت) يا(شالول) نوميده چې خپله پلازمينه يې دجبرون (خليل) ښار وټاکه خوکله چې داود(ع) پاچا شو نو پلازمېنه يې بيت المقدس ته وليږدوله، سليمان(ع) چې د داود(ع) زوی وو دده په وخت کې خلک دښه او ارام ژوند خاوندان شول د سليمان(ع) تر مړني وروسته ۹۳۲ کاله مخکې دميلاد څخه دهغه دولت په دوه برخو وويشل شو چې دشمالي برخي پلازمينه يې سامرا (نابلس) او دجنوبي برخي پلازمينه يې اورشليم (بيت المقدس) شو چې دواړه دولتونه ۲۰۰ کاله يو له بل سره وجنګېدل تر څو د اشوريانو امپراطور (سرجون) پردوي واکمن شو او حکم يې وکړ چې يهوديان دی له دغو سيمو نه ووځي چې بيا يهوديان د کلدانيانو او مصريانو سره په جګړه شول چې کلونه کلونه يې دوام وکړ په پاي کې (بنونضر) ۵۶۲ کاله مخکې له ميلاد څخه په جګړه کې بريالي شول او پر بابل واکمن شول دوي ديهوديانو نه دغچ اخستلو لپاره د اورشليم ښار او دسلېمان(ع) هېکل يې وران کړ او ټول يهود يې بابل کې بنديان کړل تر څو کورش دايران پاچا په کال ۵۱۶ق م دوي له بند څخه راخلاص کړل او دسليمان (ع) هيکل يې بيرته جوړ کړ.
همدارنګه دا هم بايد وويل شي چې دروم مشهور مشر (قسطنين) اورشليم وران کړ او له ميلاد څخه پخوا يې يهودان بنديان کړل روم ته يې وليږدول، اوبيا روماني امپراطور (ادريانوس) اورشليم نور هم خراب کړ او ۵۰۰۰۰۰ يهوديان يې ووژل ۵۰۰۰۰ نور اسيران کړل، په ۱۰۶م کال د(تراجان) په وخت کې يهود په پټه اورشليم ته ننوتل او دحالاتو په خرابولو يې پېل وکړ، ۱۱۷م دروم پاچا (ادريانوس) اورشليم کې واک تر لاسه کړ او د يهودو مذهبي مراسم بند کړل په ۱۳۵م کې يهودو د(بارکوخيا) په مشريې پاڅون وکړ خو دماتي سره مخامخ شول او ۵۸۰ تنه يهود مړه شول (ادريانوس) بيا اورشليم وران کړ او پرځاي يې د(ايليا) ښار جوړ کړ، له همدی نيټې وروسته يهودو زياتي الي ګولي جوړي کړي خو هر ځل دناکامي سره مخامخ شول.
وروستي