ډهوني: اسانه نه ده چې د مجیب هر توپ دې ولوبول شي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۷مه) د هند په سوداګریزو لوبو کې تېره شپه د ډهوني او مجیب ځدراڼ لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې ده.
 
دغه لوبه د مجیب ځدراڼ لوبډلې د څلور منډو په توپیر ګټلې ده.
 
له لوبې وروسته ایم ایس ډهوني د مجیب توپ اچونه وستایله او هغه یې د خپل ځان لپاره یو لوی توپير وباله، او هم یې د تېرې لوبې ګټونکی وباله.
 
هغه زیاته کړې، چې دا اسانه نه ده چې د مجیب ځدراڼ هر توپ دې ولوبول شي او په هغې دې منډې جوړې کړل شي.
 
مجیب ځدراڼ په دغه لوبه کې ډهوني ته ۸ توپونه وکړل چې ۶ منډې یې ترې واخیستې، خو په داسې حال کې د ډهوني توپوهنې څخه څرګندیده چې د مجیب پر وړاندې فشار محسوسوي.
 
دا په داسې حال کې چې مجیب ځدراڼ په لومړي ځل د هند په سوداګریزو سیالیو کې ګډون کوي، او له پېله یې پخپله غوره توپ اچونه د کرېکټ مبصرینو، چارواکو او مینوالو زړونه ګټلې دي.