(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۶مه) هند په غوره لیګ لوبو کې نن د راشد خان او کلکتې لوبډلو تر منځ سیالۍ ترسره شوه چې په کې د راشد لوبډله په پنځه ویکټو بریالۍ شوه.
دغه لوبه د کلکتې ښار په ايډن ګارډن لوبغالي کې د کلکتې لوبډلې په کوربه توب ترسره شوې ده او لومړی توپوهنه د کلکتې لوبډلې ترسره کړې ده.
لومړي کې د کلکتې لوبډلې په ۷ اورونو کې ۵۲ منډې جوړې کړې، چې وروسته د څه شیبې لپاره لوبه د ورښت له کبله درېدلې وه.
ویل شوي، چې راشد لوبډلې په غوره توپ اچونه کلکتې توپوهونکو په شل اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدلو یوازې ۱۳۸ منډې جوړې کړې.
د یادونې وړ ده چې سنرایزز حیدر اباد لوبډلې لپاره په ټول آی پي ایل کې دا لومړۍ بریا وه چې د کلکتې په ایډن ګارډن لوبغالي کې يې خپله کړه، دغه لوبډله تر دې مهاله د پواینټس ټيبل په لومړي سر کې ده.
وروستي