
ښايست يو داسې کلمه ده چې لا تر اوسه يې کوم ځانګړی تعريف نشته، لکه څنګه چې د ميني، احساس .... کوم تعريف نلري. او نه ورته کوم معيار او اندازه شته. خو لنډه دا چې داسې ويل کيږي چې ښايست د ليدونکې د نظر پورې تعلق لري يانې د هر چا چې هر څه خوښ شول هماغه ښايست دی.
دا شاعران اجيبه خلک دي دوۍ دومره غلو کوي چې سړې اريان دريان کړي چې دا ډول ښايست خو په خوب کې ليدل هم لوي بخت دی. يوه ورځ يوې مشاعرې ته تلې وم. يو شاعر پکې جيګ شو ويې ويل زما د جانان غاړه لکه صراحی ده!!! نو ما فکر وکړ لکه چې په شتر مرغ مين دي، شايد د شتر مرغ سره يې يارانه وي. زه په همدې فکر کې وم چې بل وويل: جانانه سروې قده راشه، راشه
وارخطا شوم چې دا خو د هود ع د قوم نه څوک پاتې شوی دي. بس پدې فکر کې لاړم چې د خپل يار لپاره به څومره لوړې دروازې ږدي. ځکه ما اورېدلي وو چې اوښان ساتې نو هاغه خلک دروازې لوړې ږدي. نو دا خو د اوښ نه هم لوړ شو. بيا پدې فکر کې شوم چې دوۍ په څنګه د يو بل سره خبرې کوي؟ او که د جانان نه بوسه اخلي نو څو متره زينې ته اړتيا ده؟
دا سوچونه مې لا خلاص نه وو چې بل جيګ شو او غاړه يې تازه کړه ويې ويل زما جانان دومره ښايسته دي چې په غاړه کې يې اوبه ښکاري. نو دا خو سم پلاستيک شو دا څنګه کيدی شي او د کومې زمانې مخلوق دی. خو همدې سوچونو کې ووم چې اخرې شاعر بيا د خپل جانان ښايست په اړه وويل: زما د جانان هسکه نرۍ غاړه
بس دا خو د زرافې غاړه ده. فکر مې وکړ چې ځه شکر دا خو د نورو څخه ښه شو. که بوسه اخلي نو بس په غاړه به يې کيني هم به سيال کوي او هم به د جانان نه کوکۍ اخلي.
ما د شاعرانو کتابونه ډېر لوستي د هر يو جانان سپوږمۍ ده. نو خدای شته زړه مې پرې رخه کوي ځکه چې د چا کور کې سپوږمۍ وی نو برق او څراغ ته اړتيا نشته، نه پسې د برق بل راځي او نه د تيلو لګښت. موږ خو ددې رڼا غضب مړې لګښت دوه سپېږمو ته راوستې يو. او دوۍ يې په وړيا رڼا په کور کې لري او د لګښت څخه بېغمه دی.
زما د ملګري يو ځوی ووپه ډېر ناز يې رالوې کړی وو او د پوهنتون تر کچې يې پرې زده کړې کړې وه، زوۍ يې هم ښه لايق وو پوهنتون تري نه وو خلاص شوی دی له پوهنتون څخه خلاص شوی وو. او ښه په ډنګ، ډونګ يې ورته واده وکړ. د واده وروسته يې پلار راته وويل چې ځوي د ښځې له ويرې کور ته نه راځي. زه حيران شوم ما فکر وکړ چې انږور يې لکه چې په اوله شپه ورڅخه زړه د پيشو په ميو بوټ ويستلی دی... زه لا په همدې فکر کې وم چې ملګري مې راته خبره داسې اوږده کړه: انږور مې پوره يوه لويشت قد لري او دا يې لا څه کوي په لار چې ځي لکه مرغابۍ چې روانه وي او تعليم خو يې ماشالله د پخوا نه هم په صفر کې ضرب وو.
ما ترې وپوښتل چې تاسې د واده نه دمخه جلۍ نه وه ليدلې.
يو سوړ اسويلی يې وکيښ، ويې ويل: ليدلې مو وه سمه صحيح مو ليدلې وه، بس خداۍ ړانده کړو. د جلۍ کور ته ورغلو نو دا د کوټې په کونج کې په کوج ناسته وه، ځان ته يې لمپ لګولی وو. او د استاذ سعدالدين شپون ناول شين ټاغی يې لوسته. نو ما چې ور وليدل ډېر ښايسته مالومېده. موږ کيناستو سمدستي يې مور او نورو خويندو چاي او کلچې راوړې، وروسته يې د ماښام ډوډۍ راوړه ښه خوندوره ډوډۍ وه پکې مرغ پلاو، قابلي پلاو او کبابونه وو، نورې خويندې يې ډېرې بدرنګې وې خو موږ د ډوډۍ په فکر لاړو بس د ډوډۍ په فکر کې مو جلۍ هم خوښه کړه نه مو ورسره خبرې وکړې او نه مو ځان ته راوغوښته. بس موريې راته نيم تنی عکس راکه چې موږ يې خپل ځوی ته ورښکاره کړو.
موږ چې ځوي ته يادونه وکړه هغه د ځويولې پوره خيال وساته او هيڅ يې پکې ونه ويل، ويل يې چې ستاسې هو ، زما هو ده خو چې جلۍ لږه ښکلې وي او څه نا څه تعليم ولري.
مور خو يې ورته داسې لاپه ووهله لکه د کلونو کلونو يې چې يې پېژني: ځويه! جلۍ ډېره ښکلې ده او مختب يې هم ويلی دی، کتابګنکی يې لاس کې وو او ډېره غلې او ارام جلۍ ده. ژوند به دې پرې حرام وي.
ما پرې ورخېز که چې د شپون صيب ناول يې لوسته چې موږ ګورو ښه په ادب مينه جلۍ ده.
بس مرکه مو وکړه، جلۍ کور راباندې دا شرط کېښود وو، واده به زر کوۍ موږ هم په تادۍ واده وکړ د واده په ورځ هم تکه سپينه مالومېده او قد يې هم بد نه وو. موږ څه خبر وو چې هر څه ارايشګاه سم کړي وو.
اها! جلۍ ميک اپ کړې وو؟
هو! همدغه غضب مړي راته بلا جوړه کړه.
نو دې خو کوم شرم نشته نن صبا خو ټولې انجونې همدا مرض لري، کور نه يې د بنجاره اټۍ جوړه کړي وي. په بازار کې سرخي پوډر نه پرېدي. او پيسه دارو انجونو بيا د ارايشګاه دوکان په ټيکه اخيستي وي.
هو! همدې سر خوړلې ارايشګاه موږ ته هم کار وکاته، په هاغه ورځ چې موږ يې ليدو ته ورتلومور يې ارايشګاه ته بيولی وه او زموږ د راتلو نه د مخه يې کور ته راوستې وه او بيا يې نېغه په هماغه کوج کې کېنولی وه او ورته يې ناول په لاس کې ورکړی وو.
او س خو دی يې ښايست په بلا ولګېږي، شنه بې تعليمه ده الپ ته ډانګ وايې او بې ته ټوکرۍ.
زما يوه خداي بخښلې ترور وه، ځوی ته يې ښځه کوله هغې سره چې د ښايست کومه تله وه په هغې کې يوه جلۍ هم په تول برابره نه راتله. د جلۍ کتو ته به چې لاړه، بېرته به چې راغله لا به ناسته نه وه سم له واره به يې کړل: د کار نه وه، ښه ښايسته وه مختب يې ويلې وو، خو غوږونه يې پلن، پلن وو. ګېډه وره وه، د سړيو غوندې يې خبرې کولی اواز يې ډډ وو......
يوه ورځ ورکره زه مېلمه وم د چا کره د جلۍ ليدو د پاره تلې وه چې راغله ما خوله ورواچوله ورته مې وويل ترور جلۍ دې ولېده؟
په مړاوي اواز يې وويل: وايی زويه! سم د بدرنګو باران شوی وو. يوه نه درې څلور مې وليدې. يوه ښه ښايسته نمکي وه، سترګو منله حو تلې يې پلنې وې. بله هم ښه وه ښه دړ يې درلوده خو پوزه يې کږه وه او وريځي يې د سړيو غوندې وې، او يوه خو سمه چيته چمبوله وه.
ورځې تېرېدي زما د ورور واده شود واده په ورځ يې چې ناوې ولېده سم له واره يې زما په مور خوله راخلاصه کړه او ښه په يخو اوبو يې کنګال کړه، چې دا نو ښځه ده چې تا کړې ده.
مور مې ورته وويل چې ولې څه پکې کم دي؟
ترور مې پرې رابړچ وهل: نرۍ نروچکې، وچه کلکه، پيشوګۍ. ښځه هغه ده چې په دروازه نشي راننوتی او د ډولۍ لاندې يې د څلورو نارينوو ملا کږه شي.
زما وراندار هم د نر لور غوښو، کوچو او پېرو ته شوه بيا په لار نشوه تللې، ناروغه شوه ډاکټر ته لاړه. داکټر ورته ويلې وو چې وزن دې زيات شوی او په وينه کې دې غوړ دی، پرهيز وکه.
زما يو ټولګيوال وو د واده وروسته ورسره مخ شوم نو راته يې د خپلې ښځې د ښايست ډېر زيات صفت وکړ، چې د څوارلسمې سپوږمۍ ده.
خو! يو ورځ زما مېلمانه شول، ګورم چې ښځه يې په يوه سترګه ړنده او تکه توره ګوسڼه ده.
ياره! تا خو ويلې چې ښځه مې د چين ما چين ښاپيرۍ ده. او د څوارلسمې سپوږمۍ ده زه يې د ښايست رڼا ته سبق وايم.
مړه د غريب سړي ښايست څه شی دی. ماته د هر چا نه ښکلې ده ځکه بل څوک ورته نه ګوري. د ښايستو د هرې خوا نه خطر وي، ګوړې ته مچان ډېر راځي. زه يې څه کوم په يوه دفتر کې کار کوی ښه لوړ معاش لري، زما پرې ساعت تېر دی نو ته حسن څه ته وايې؟
په ريښتيا هم د ښايست لپاره د هر چا تله بېله، بېله ده
خو دا نن سبا خو ښايست هم لمبر بدل دی جلۍ ته چې وګورې سترګې پردۍ، باڼه پردي، ويښتان پردي، نوکان پردي، د شونډو سوروالي پردی او سپين مخ د پوډرو احسان مند دی، او د قد لپاره دي خداي لوړ سنډل لري.
هو دا هر څه د ارايشګاه او فيشن برکت دي چې ښايست ښه پرېمانه کړی دی. زه اوس پوه شوم چې شاعران بېچارګان يې هم تېر ايستلی دي.
خو کاش! چې زما ترورهم ژوندۍ وی او پدغه ښايست کې به د ښايسته وو د پيدا کولو پسې سرګردانه شوی وی. او لکه د شاعرانو يې بيا د هر چا داسې صفت کول چې خلک يې د لېدو په خيال کې تلل.
ډاکټر نجيب زاخېلوال