
جنرال دوستم هېواد ته راځي؛ په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به د چا تر څنګ ودريږي؟
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
جنرال عبدالرشيد دوستم، د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله په واکمنۍ کې سياست ته را دننه شو او د هېواد په کچه يو سياسي او اغېز لرونکی کس ترې جوړ شو. کله چې د ډاکټر نجيب الله حکومت د مجاهدينو په نوم له ډلو سره په جګړې بوخت وو، جنرال دوستم له مجاهدينو سره د مبارزې په نوم په ډېر شمېر شخصي ملېشه ځواکونه جوړ کړل، هم يې د مجاهدينو پر وړاندې جګړه کوله او هم يې په کور دننه افغانانو ته سرخوږي جوړول.
د بشر حقوقو نړيوالې او د څار ادارې، جنرال دوستم په کورنيو جګړو او د طالبانو په پر وړاندې جګړو کې د بشري حقوقو پر نقض تورن وي او د يو جنګي جنايتکار په توګه يې پيژني. د هېواد په داخل او بهر کې يو شمېر بشري ادارې د جنرال دوستم د محکمې غوښتنه کوي او له حکومت غواړي، چې قانون پرې عملي کړي.
د يادو ټولو ناخوالو سره، دوستم په ۱۳۹۳ لمريز کال د تحول او تدوام په نوم له نوماندې ډلې سره ودرېد، د ولسمشر غني لومړی نوماند مرستيال شو، ټاکنې يې وګټلې او د هېواد د مرستيال ولسمشر په توګه يې دنده پيل کړه.
که څه هم، د واک د لېږد په لومړيو اونيو او مياشتو کې، دوستم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لومړی مرستيال په چوکۍ کېناست او حکومتي سياسي چارې يې تر سره کولې، خو وڅه وخت وروسته يې، کابل پرېښود، د هېواد شمال ته لاړ، د طالب او داعش سره د مبارزې په نوم يې پوځي ديرشي پر تن کړه او هلته يې د جګړې کومندا په لاس کې واخېستله.
جنرال دوستم په هغه وخت کې هم شکايت کولو، چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ورڅخه صلاحيت اخېستل شوی او هغه برخه نه ورکول کيږي، کومه چې په ټاکنيزو منډو - رامنډو کې ورسره ژمنه شوې وه.
په ۱۳۹۵ لمريز کال د لېندۍ په مياشت کې د جوزجان پخواني والي او د جنبش غورځنګ مرستيال احمد ايشچي ادعا وکړه، چې جنرال دوستم او ساتونکو يې، نوموړی پنځه ورځې په کور کې بندي کړ، جنسي زورونه يې ورکړه او همدا ډول يې په بې رحمۍ سره ووهلو.
که څه هم جنرال دوستم د ايشچي د ادعاوو او تورنو مطابق يو جنايي جرم تر سره کړی وو، خو نوموړي ته د ايشچي قضيه سياسي شوله، په پايله کې يې د ولسمشر غني او دوستم ترمنځ اړيکې کړکېچنې شوې او جنرال دوستم هېواد پرېښود.
تر اوسه نه حکومت او نه هم د جنبش ګوند کومې سرچينې په رسمي ډول ويلي، چې جنرال دوستم له هېواد څخه شړل شوی او جلا وطن دی. دوی يا د دوستم په موضوع چوپ پاتې کيږي او يا وايي، چې نوموړی د ناروغۍ په پار په ترکيه کې پاتې دی.
افغانستان ته د ترکيې د لومړي وزير له سفر سره، هېواد ته د دوستم د بېرته راتګ خبرونو رسمي ډول پيدا کړ، وويل شول، چې په نېږدې وخت کې به نوموړی هېواد ته راستون شي او د لوموړي مرستيال په توګه به بيا خپله دنده پيل کړي.
دوستم په ترکيه وو، چې له عطا محمد نور او محمد محقق سره يې يو ګډ سياسي ائتلاف هم جوړ کړ. د دوی ائتلاف د حکومت پر وړاندې د يو سياسي اپوزېسيون بڼه درلودله او د حکومت په کړنو به يې نيوکې کولې.
په ډېرو ناستو کې، د جنرال دوستم ملګرو (عطا محمد نور او محمد محقق) له حکومت غوښتنه کوله، چې جنرال عبدالرشيد دوستم ته د بېرته راتګ زمينه برابره کړي او د ملي يووالي په حکومت کې د نوموړي تشه ډکه کړي.
اوس عطا محمد نور له دندې ګوښه شوی، محمد محقق هم په محدود سياسي صلاحيتونه له ځان سره لري او ولسمشرۍ ټاکنې هم په راتلونکي کال کې تر سره کيږي.
د دوستم په اړه دوه ليدلوري شتون لري، ويل کيږي، چې ولسمشر غني غواړي له نوموړي څخه يو ځل بيا په ټاکنو کې ګټه واخلي او له ځان سره يې مرستيال نوماند وټاکي. ځينې نور بيا په دې باور دي، چې په ولسمشر غني باندې د عطا او نورو سياسي کسانو له خوا فشار دی، ترڅو جنرال دوستم ته د بيرته راتګ زمينه برابره کړي او هغه کډ ائتلاف چې دوی وړاندې جوړ کړی وو، په ټاکنو کې هم کډه مبارزه وکړي.
د روهي خبرې کوي Rohi Talks په اونيزه خپرونه کې هېواد ته جنرال دوستم د بيرته راتګ په اړه خبرې کوو.
۱- د پردې تر شا څه دي؟ ولې دا هوکړه اوس کيږي، چې جنرال دوستم هېواد ته راشي؟
۲- که جنرال دوستم هېواد ته راشي، نو د نوموړي پر وړاندې د احمد ايشچي موضوع به له کوم برخليک سره مخ شي؟
۳- جنرال دوستم به، په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې کوم رول ولري؟ بې اغېزې به پاتې شي، خپلواکه نوماند به وي، له ولسمشر سره به په څنګ کې ودريږي او که د عطا او محقق په ائتلاف کې به، خپلې سياسي هڅې پيل کړي؟
تاسو د روهي وېب پاڼې لوستونکي او لېدونکي هم کولی شئ، چې سره له اوسه په ټاکل شوې موضوع خپل ليدلوري، نظرونه او تبصرې راته په کمېنټ کې وليکئ او يا هم سبا ماښام (نۍ/۲۵ د وري، د ماښام له ۷:۰۰ بجو څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په خپرونه کې، په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.