راشد خان په (ای پي ايل) کې يو بل نړيوال رېکارډ هم جوړ کړ

روهي (جمعه/۲۴ د وري)، افغان توپک اچوونکي راشد خان په روانو ای پي اېل لوبو کې د ممبۍ انډینز پر خلاف په څلور اورونو کې ۱۸ توپونه داسې واچول چې منډې پر جوړې نه شوې.

دا ۱۸ توپونه تر ټولو ډېر توپونه دي چې منډې نه دي پرې شوې چې دا له یو پخواني ریکارډ سره برابر دی. یعنی چې راشد خان په ۲۴ توپونو کې چې ده اچولي، یوازې ۶ وهل شوي، نور ټول بې منډو پاتې دي.

نوموړي په دې لوبه کې غوره لوبغاړی وټاکل شو. له راشد خان څخه مخکې دا ریکارډ ورو بالر اشوین جوړکوی و.

تېره اونۍ هم، د کرکټ د نړۍ د مشهور کتاب (ویسډن) په تازه ګڼه کې د یو شمېر مهمو لوبغاړو نومونه او تصویرونه خپار شوي چې یو هم په کې د افغان لوبغاړی راشد خان دی.