حسين حقاني، په واشنګټن کې د اسلام اباد پخوانی سفير

حسين حقاني، په واشنګټن کې د اسلام اباد پخوانی سفير
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 

۱- زوکړه او کورنی ژوند:
حسين حقاني په ۱۹۵۶ ز کال کې د پاکستان په کراچۍ کې زېږدلی او په اوس وخت کې ۶۱ کلن دی. نوموړي له پاکستانۍ سياستمدارې او سياسي شنونکې فرح ناز اصفهاني سره واده کړی، درې زامن او يوه لور لري.

۲- زده کړې:
حسين حقاني د ځوانۍ له وخت او د ښوونځۍ له دورې څخه له ژورنالېزم سره مينه درلودله. نوموړي په ۱۹۷۷ ز کال کې د کراچۍ له پوهنتون څخه په ټولنيزو علومو د ليسانس سند خپل کړ او همدا ډول يې، د کراچۍ له پوهنتون څخه په ۱۹۸۰ ز کال په نړيوالو اړيکو کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ.

۳- دندې:
- حسين حقاني له ۱۹۸۰ څخه ۱۹۸۸ پورې، د ژورنالېزم په برخه کې کار وکړ. په هغه وخت کې چې په افغانستان کې د پخواني شوري جګړه روانه وه، حقاني له امريکا غږ راډيو سره د خبريال په توګه دنده تر سره کوله او د افغانستان د جګړې په اړه به يې خبرونه جوړول.

- حسين حقاني د پوهنتون له دورې څخه په سياسي فعاليتونو هم بوخت وو. هغه وخت چې نوموړی محصل وو، نو په کراچۍ پوهنتون کې يې، د پاکستان د (اسلامي جمعیت طلبہ) په نوم په یوې سياسي ډلې کې غړيتوب واخېست.

- په ۱۹۹۰ کال کې حقاني د نواز شريف د ځانګړي مرستيال په توګه وټاکل شو او په ۱۹۹۲ کال کې نوموړي د نواز شريف د وياند په توګه دنده تر لاسه کړه.

- له ۱۹۹۲ ز کال څخه را وروسته حقاني د پاکستان د يو ځوان ډېپلوماټ او سفير په توګه په سرېلانکا کې په دنده وګمارل شو او له يو کال سفارت بېرته پاکستان ته راغی او په کورني سياست کې بوخت شو.

- له ۱۹۹۳ څخه تر ۱۹۹۵ پوري نوموړي د بنظير بټو د وياند په توګه کار وکړ.

- په ۲۰۰۸ ز کال کې د اصف زرداري په واکمنۍ کې د واشنګټن لپاره د پاکستان سفير وټاکل شو، خو پاکستانيانو به نوموړي ته، د پاکستان لپاره د واشنګټن د سفير خطاب کولو، ځکه چې حسين حقاني د لوديځ سياسي لیدلوري او ايډيالوژۍ پلوی کس وو.

- په ۲۰۱۱ ز کال کې حسين حقاني د پاکستان د حکومت او پوځ په اړه د سختو څرګندونو له امله له دندې ګوښه او په کور کېنول شو.

حسين حقاني په خپل يو کتاب کې د پاکستان د ملکي حکومت او پوځ له ځينو پټو کړنو پرده پورته کړې ده. نوموړي د پاکستان د پوځ په اړه ويلي، چې پوځ د ملکي حکومت واک او اختيار هم په لاس کې لري او په سيمه کې د ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي.

حسين حقاني د پاکستان پر وړاندې د امريکا د سياست او بهرنۍ پالېسۍ ملاتړی دی او د پاکستان پر پوځ د امريکا متحدو ايالتونو د پوځي او مالي فشارونو څخه ننګه کوي.

نوموړي له امريکا پرته د پاکستان د کالونو له دښمن او رقيب هېواد هندوستان سره هم ښې سياسي اړيکې لري او په همدې اساس يې د پاکستان د ملکي حکومت او پوځ په منځ کې ځان ته په ګڼ شمېر مخالفين پيدا کړي او نوموړی په ملي خيانت تورن کوي.

څه وخت وړاندې د پاکستان سترې محکمې په نوموړي د ملي خاين حکم وکړ، له امريکا او انټرپول پوليسو څخه يې غوښتنه وکړه، چې نوموړی پاکستان ته تسليم کړي.

حسين حقاني په خپلو تازه څرکندونو کې تېره ورځ د هندوستان په مرکز نوي ډهلي کې، يو ځل بيا د پاکستان پر پوځ او حکومت نيوکې وکړې او دوی يې په سيمه د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړل.

حسين حقاني وايي، چې که چېرې د پاکستان پوځ او حکومت په سيیمه کې د ترهګرۍ له ملاتړ څخه لاس وانه خلي، نو په سيمه کې په داسې پايلې رامنځ ته کړي، چې د پاکستان لپاره به يې جبران کول ستونزمن وي. نوموړي دا هم ويلي، چې پاکستانيان هغه وخت د پاکستان د پوځ سره ملاتړ کولی شي، چې پوځ په ملکي سياست او د حکومت په بهرنيو او کورنيو چارو کې لاسوهنه بند کړي.

نوموړي، له ترهګرو ډلو څخه د مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو په خړ نوملړ کې د پاکستان د نوم شاملول، د پاکستان د پوځ او حکومت هغه کړنې بللي، چې په پاکستان او سيمه کې له ترهګرو سره مرستې کوي او د نړيوالې ټولنې پر وړاندې دوه مخی سياست کاروي.