زړه مي له تنه جلاکيږي په تـــا څه سوي دي
بياغوټي ويني تيري څـــاڅيږي په تاسوي دي
تابــــه رنګيني تــــوري شپي دزړه په کــــــــړلي
توري جامي دي نه سپينيږي په تاڅه سوي دي
په زيارتو نو مـــــي مــــــــراد اي طلائ جانانه
زړه په کوګل کي نن درزيږي په تاڅه سوي دي
ستادشاست ليوني څه سول قدردانه زمـــــــــا
داتــــــوري شپي نه سبا کيږي په تاڅه سوي دي
چي سري غوټي به يي کړي ګل تل دوحدت په نغمو
اه سندرمــــــــــــــاره نه معلوميږي په تاڅه سوي دي
کفن کفن راته جنت اي څلورلسمي سپوژمئ
دابيده که لــــــه راويشيږي په تاڅه سوي دي
بياپاڼـــي پاڼي سريغـــــوټي اي دجنت فرشتو
پرهرپرهـــــرزړه راټوکيږي په تاڅه سوي دي
الکـــــــــــــوزي دل اســــــا دادلــــــــسيزو ستړي
توتي دي ګونګ بلبل چيغيږي په تاڅه سوي دي
منان الکوزی کوټه
وروستي