روهي (پنځه نۍ/۲۳ د وري)، د انګلستان په منچیستر ښار کې دو ملګرو د فوټبال د يوې لوبې د ګټلو او ماتې پر سر يو خطرناک شرط کېښود، چې يو ملګري يې خپله ښځه د يوې اونۍ لپاره بل ملګري ته وسپارله.
(اماني استینلي تانزانیایي) په ډاډ سره ويلي وو، چې د فوټبال روانه لوبه به د منچیستر لوبې په ګټه تماميږي، خو نوموړی په دې شرط کې پاتې راغی او په شرط کې يې خپله ميرمن له لاسه ورکړه.
اماني استینلي تانزانیایي په شرط کې ليکي وو، "زه ژمنه کوم، چې خپله ميرمن به د يوې اونۍ لپاره خپل ملګري (ټاني شېلا) ته ورکوم، که چېرې منچیستر دغه لوبه له لاسه ورکړي."
له دې وړاندې هم په يو شمېر لوبو باندې، د ځوانانو له خوا شرطونه اېښودل شوي وو، چې په پايله کې يې په زيات شمېر يې ځاني او مالي زيانونه رامنځ ته کړي او همدا ډول د ملګرو ترمنځ دښمنۍ او شخړې يې را پيدا کړې وې.
وروستي