د راشد خان نوم د کرکټ په نړیوال کتاب کې ثبت شو

روهي (پنځه نۍ/۲۳ د وري)، د کرکټ د نړۍ د مشهور کتاب (ویسډن) په تازه ګڼه کې د یو شمېر مهمو لوبغاړو نومونه او تصویرونه خپار شوي چې یو هم په کې د افغان لوبغاړی راشد خان دی.

د ویسډن کتاب د لومړي ځل لپاره د انګلنډ د کرکټ د یو پخواني لوبغاړي (جان ویسډن دا متاب) چاپ کړی. د ویسډن کتاب له ۱۸۶۴ کال راپدېخوا هر یو کال ځل چاپیږي او د کرکټ انجینل ورته ويل کيږي.

دا لومړی ځل دی، چې دا کتاب د ۲۰ اورونو د نړیوالو سیالیو د کوم مخکښ لوبغاړي نوم، تصویر او د هغه په اړه معلومات خپروي. او بیا لومړی ځل دی چې په دې کتاب کې د یو افغان لوبغاړی په اړه معلومات خپریږي.

د کرکت د نړیوالې شورا د درجه بندي په اساس راشد خان د ۲۰ اوریزي لوبو په سیالۍ کې لومړی توپ اچونکی دی.
د ویسډن کتاب د ۲۰۱۸ کال په ګڼه کې د هند ویرات کولي د غوره لوبغاړو په توګه یادشوی دی.

دا کتاب د هر لوبغاړي او لوبغاړې لوبو او پر لوبو يې اغیز ته په کتو هغوی غوره کوي، انځورنه او په اړه يې مالومات خپره وي.