(اکټوبر) په اپريل کې وګورئ!

روهي (څلورنۍ/۲۲ د وري)، د هندوستان د بالېود سېنما نوی راتلونکی فلم اکټوبر (October)، نوميږي، چې د روان ز کال د اپريل د مياشتې په ۱۳ مه نېټه به نندارې ته وړاندې شي.

(اکټوبر) فلم د مينې په اړه جوړ شوی دی، چې په نارينو کې مرکزي رول (ورون دھون) او په ښځينه وو کې مرکزي رولونه بانیتا سندو و ګیتانجلي رائو لوبولي دي.

دغه فلم په به رسمي ډول په دوبۍ کې پرانېستل شي او له هغې وروسته به په هندوستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې د سېنما په پردو خپور شي.

په تېرې سپټمبر مياشتې د ياد فلم د جوړلو او ډکولو چارې پيل شوې او ډېره برخه يې په نوي ډهلي ډکه شوې ده. په فلم کې ورون دھون د هوټل د يو شاګرد رول بازي کړی دی او داستان يې په مينه څرخيږي.