د لوی خان غازى ميرزمان خان کونړي ژوند ته لنډه کتنه !

ژوندى تاريخ
دلوی خان غازي ميرزمانخان نوم په افغانستان کې د انگريزانو سره د افغانانو په دريمې جگړې پورې نه شليدونکې مهم تړاو لري. په هيواد او خپلواکۍ مين دغه شخصيت د هغو محدودو کسانوپه ډله کې ؤو چې د هيواد د بشپړ استقلال د گټلو او ژورو بدلونونو په پړاو کې يې مهم او تاريخ جوړونکې رول درلود. ميرزمان خان په ١٨٦٩ ميلادى (١٢٤٨ هجرى شمسى) کال کې د کونړ د لمټک په کلي کې د حاجي گلروز خان په کور کې سترگې وغړولې. دهغه غور نيکه محمد اکرم خان د سپين غره د تيرا دسيمې مشر ؤو چې د قبيلوي شخړو او اختلافاتو په وجه يې خپل کلې \"کوټ\" پريښود او د کونړ د لمټک په سيمه کې ميشته شو.
ميرزمان خان د انگريزي استعمار سره د فطري دښمنۍ په وجه د ځوانۍ له وخته د آزاد سرحد په سيمه کې د آزادي غوښتونکو جنگياليو سره نژدى اړيکي درلودې، د هغوې د پاڅون او جهاد ملاتړ يې کاوه، او خپلو جنگياليو ملگرو سره به يې د ديورند د کرغيړنې ليکې نه په اوختو سره د هغوې په وسلوالو مبارزو کې عملي ونډه اخيسته.
په کوزه پښتونخوااو بره پښتونخوا (افغانستان) کې د غازي ميرزمانخان د نوم او شهرت انگازې هغه وخت خپرې شوې کله چې يې په ١٩٠٨ م کال کې د انگريزانو په وړاندې د مهمندو په مشهورې او تاريخې غزا کې، چې په تاريخ کې د \"سرې غزا\" په نامه ثبت شويده، د غازيانو د يوه وتلي مشر په توگه برخه واخيسته. د انگريزانو سره د ميرزمان خان همدا دشمني او شهرت د ځوان شهزاده \"عين الدوله\" امان الله خان سره د پيژندگلوۍ سبب شو، ِ هغه پيژندگلوي او آشنايي چې د وخت په تيريدو او بيلابيلو تاريخي ازميښتونو نه وروسته په کلکې دوستۍ او ورورگلوۍ بدله شوه، او د ژوند تر پايه يي دوام وکړ. له بله پ
لوه د ډيورند له ليکي اوښتل او په انگريزي قواوو وسله وال بريدونه سبب شو چې غازي ميرزمان خان د امير حبيب الله خان د رژيم تر څارنې لاندې راشي او د يوې دسيسې په ترڅ کې زندان ته واستول شي. شهزاده امان الله خان به په زندان کې د غازي ميرزمانخان پوښتنه کوله. په زندان کې د يوه کال د تيرولو او نورو سياسي بنديانو او مشروطه غوښتونکو سره د پيژنګلوي نه وروسته ميرزمانخان په ضمانت خوشې او کونړ ته ستون شو، خو ډير ژر بيا ونيول شو او د شيرپور زندان ته واستول شو. هغه داځل د ١٩١٩ م کال تر فبرورۍ پورې، کله چې اميرحبيب الله خان په لغمان کې ووژل شو، د پنځو کلونو دپاره په زندان کې پاته شو.
کابل ته د امير حبيب الله خان د مرگ د خبر په رسيدو سره سم غازي ميرزمان خان د خپلو ملگرو سره د زندان نه خلاص شو، او د سردار نصرالله خان په ځاى يې امان الله خان ته د مشرقي د خلکو او قومونو د بيعت په اخيستلو او د هغه د حکومت د ټينگښت په لاره کې تاريخي کوششونه وکړل، او ډير ژر ورته بيا د انگريزانو سره د افغانانو په دريمې جگړې يا د هيواد د خپلواکۍ په جگړې کې د کونړ د اولسي لښکرو مشري او د چترال د جبهې قومانداني وسپارل شوه. د چترال (ارنوۍ، دوکلام، لمبربټ او اسمار) دغه بريالۍ جبهه د استقلال د څلورمې جبهې په نوم ياده او ثبت شويده. غازي ميرزمان خان په ١٣٠٣ هجري شمس
ي/١٩٢٤ ميلادي کال کې د گوډ ملا په مشرۍ د منگلو د شورش په ختمولو کې ستره تاريخي برخه واخيسته او د ١٣٠٧ کال د شينوارو د بغاوت په غلي کولو کې يې هم ارزښتناکه خدمتونه وکړل.
غازي ميرزمانخان د اماني دورې د دولتي شورا غړې وو. دا قانون جوړونکي شورا د استقلال د گټلو نه وروسته ځوان پاچا غازي امان الله خان ته د سلا مشورې ورکولو او نوو قوانينو او نظامنامو د جوړولو، تعديل او تصويب دپاره جوړه شوې وه، او د ١٣٠٧ کال د لويې جرگې نه وروسته خپلو ١٥٠ تنو غړو سره د افغانستان په لومړنۍ ملي شورا بدله شوه.
غازي ميرزمانخان د خپل وخت په لاندنيو دريو مهمو تاريخي جرگو گډون درلود:کې
1. په جلال اباد کې د هډې لويه تاريخي جرگه چې د اتحاد مشرقي د تاريخي جرگې په نامه هم ياده شويده. دا ستره تاريخې غونډه د استقلال د گټلو نه وروسته د ١٢٩٨/١٩٢٠ کال د حوت په مياشت کې د هډې په تاريخي سيمه کې د غازي ميرزمان خان په اهتمام او کوشش د محمد نادر خان په مشرۍ جوړه شوې وه، پدې جرگې کې د ننگرهار، لغمان، کونړونو او سرحد ددواړو غاړو مشرانو، سپين ږيرو، علماوو، ساداتو مشايخو او اوسيدونکو ٥٠٠٠ کسانو گډون کړې و، او د سرحد د دواړو خواوو د قبايلو د يووالي، د هيواد د خپلواکۍ او ارضي تماميت د ساتلو او وطن د آبادۍ په هکله يې فيصلې وکړې، او انگريزانو ته يې اخطار
ورکړ چې د افغانستان په کورنيو چارو کې د گوتو وهلو او د هيواد په سرحداتو کې د ورانکارۍ او تحريکاتو نه لاس په سر شي او که نه نو د زړورو افغاني اقوامو او قبايلو د قهر او مقاومت سره به مخامخ شي.
2. د ١٣٠١ کال د جلال آباد لومړنۍ لويه جرگه چې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د گټلو نه وروسته لومړنۍ لويه جرگه وه. پدې جرگې کې د دولتي شورا پر غړو برسيره د کابل او شاوخوا سيمو، ننگرهار، لغمان او کونړونو استازو برخه اخيستې وه. ددې جرگې اصلي مقصد ټولنيز اصلاحات وو، او د افغانستان لومړنې اساسي قانون (نظامنامه اساسي) يې هم تصويب کړه. پدې نظامنامې کې د مرئيتوب لغو کول، ملي وحدت، شخصي آزادۍ، د حقوقو مساوات او پر عايداتو د ماليې لگول په گوته شوي ؤو.
3. په ١٣٠٧ شمسي / ١٩٢٨ ميلادي کال کې د پغمان دريمه لويه جرگه . د يادولو وړ ده چې غازي ميرزمانخان د پغمان په دوهمې لويې جرگې کې چې د جلال آباد د لويې جرگې ادامه وه، د منگلو د بغاوت د ټکولو د مصروفيت له امله گډون نه درلود. پدې جرگې کې د غازي ميرزمانخان ځوې عصمت الله خان برخه اخيستې وه.
غازى ميرزمان خان کونړى اته ځامن درلودل چې نومونه يې په لاندې ډول دي: شير محمد خان کونړى، غونډ مشر عصمت الله خان کونړى، غونډ مشر گل محمد خان زمانى، حبيب الله خان زمانى، محمد ارسلان زمانى، خير محمد خان زمانى، يارمحمد خان زمانى و محمد هاشم زمانى.
غازي ميرزمان خان ته د بي ساروخدمتونو او سرښندنو په وياړ لاندني مډالونه ورکړ شوي دي چې هر يو سره نقدي او د ځمکو امتيازات هم ملگري ؤو:
§ د وفا مډال
§ د لوې خان مډال
§ د خدمت مډال
§ د صداقت مډال
په هيواد او خپلواکۍ مين دغه ستر شخصيت د هغو لږو کسانو په ډله کې وو چې د ژوند تر پايه غازي امان الله خان او د هيواد د پرمختگ د پاره د هغې آرمانونو ته وفاداره پاتې شو، او د هغې د نوښت او پرمختگ د پروگرامونو پلويتوب يې کاوه. ستر غازي اوزړ ور قوماندان، لوې خان ميرزمانخان د ١٣٠٧ کال د حوت په مياشت کې د غازي امان الله خان د سلطنت په وروستيو مياشتو کې د هغه د سلطنت د ټينگښت دپاره د تاريخي هلوځلو په موقع د افغانستان د خارجي دښمنانو او هغوې د کورنيو گوډاگيانو د يوې دسيسې په ترڅ کې د کونړ د شينکوړک د کلي په جومات کې د ماخستن د لمانځه د ادا کولو په وخت کې تر ناځوانمردانه حملې لاندې راغئ او د ٥٨ کلنۍ په عمر په شهادت ورسيد. روح دې ښاد وي.

خاني ستا په نوم کړي فخر ته يې فخر د خانانو
تاريخ ستا يادونه ستايي ته يې فخر د ځوانانو  

مسيح الله (عصام)