څلورنۍ/۲۲ د وري)، د اسیا د کرېکټ شورا پرېکړه وکړه، چې د اسیا کپ ۲۰۱۸ کال سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې وکړي، دا په داسې حال کې ده چې مخ کې پریکړه شوې وه چې دا سیالۍ به په هند کې کېږي، خو پاکستان له هند سره د سیاسي اختلافاتو له کبله هغه هیواد ته له ورتلو انکار وکړ.
د ایس پي این ویب سایټ د راپور له مخې د کرېکټ نړیوالې شورا مداخله وکړه او پرېکړه دا شوه چې دا سیالۍ به په متحده عربي اماراتو کې کيږي.
په دغو سیالیو کې به افغانستان، هند، سرېلانکا، بنګلدېش او پاکستان ګډون کوي، خو شپږمه لوبډله به يې د دویمې درجې هیوادونو، متحدو عربو اماراتو، هانک کانګ، نیپال او عمان تر منځ سیالیو له لارې ټاکل کيږي. د اسیا کپ سیالۍ به په سپتمبر کې وشي.
تېر اسیا کپ سیالۍ د ۲۰ اورونو وې خو ویل کيږي چې دا ځل به د ۵۰ اورونو سیالۍ تر سره کيږي. د تېرو سیالیو په پایلو کې هند کوربه هېواد بنګلدېش ته ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
وروستي