
روهي (درې نۍ/۲۱ د وري)، د هندوستان د بالېوډ سېنما په مشهور لوبغاړي سلمان خان باندې تېره اونۍ د جودپور يوې محکمې حکم وکړ، چې نوموړی يې په پنځه کاله بند محکوم کړ.
د محکمې له حکم وروسته سلمان خان د پوليسو له خوا د جودپور زندان ته ولېږل شو او دوه شپې يې د زندان د ګټارو شاته تېرې کړي.
په راپورونو کې ويلي، چې سلمان خان په زندان کې د بد حالت له امله دواړه شپې خوب ونه کړ او نه يې هم په پوره ډول د زندان ډوډۍ خوړلي.
سلمان خان د زندان د تشنابونو په اړه ويلي، چې ډېر په بد حالت کې وو او شونتيا وه، چې د تشنابونو د غېرې روغتيايي وضعيت له امله زندانيان په بېلا بيلو ناروغيو اخته شي.
په راپورونو کې ويل شوي، چې د تشنابونو د بد وضعيت له امله سلمان خان د زندان په وخت کې له يادو تشنابونو کومه ګټه نه ده پورته او په سختۍ سره يې دوه شپې تېرې کړي.
سلمان خان شل کاله وړاندې د يو فلم د جوړولو په وخت کې، د غرنيو هوسيو د غېرې قانوني ښکار له امله ملامت بلل شوی، چې اوس په ضمانت له زندان څخه ازاد کړی شوی دی.