(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۱مه) د تکواندو لوبې افغان لوبغاړي رامین غفوري خپل بلجیمي سیال محمد لاچروي ته ماتې ورکړې ده.
ویل شوي، چې لاچروي څلور مډالونه په نړیوالو سیالیو کې ګټلي د رامین غفوري په وړاندې یې ۹ د ۶ په وړاندې ماته ومنله.
د راپورونو له مخې، دغه افغان لوبغاړي د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې خپل ایراني سیال محمد رستمي ته ۳۹ د ۲۷ په وړاندې ماته ورکړې وه.
خو نوموړي خپله درېیمه لوبه خپل تایلنډي سیال ته ۲۶ د ۲۲ په وړاندې بایلول او په دغو سیالیو کې له مډال ګټلو نه پاتې شو.
وروستي