دیني او عصري اکاډمیک مرکزونه

په دې وروستیو وختونو کې دوې ډلې کسان راپیدا شول د یو او بل په ضد باندې تبلیغات کوي، په دې کسانو کې یې یوه ډله داسې خلک دی چې غواړي د اسلام ریښې له منځه یوسې خپله مفکوره په ډېره سپین سترګۍ او وچ زور سره ستا مغر ته درپیچکاري کړي او بله ډله غواړي چې ځوانانو مو له عصري علومو څخه بې برخې یوازې دینې علوم ورباندې ووایي یعنې په هماغه چاپیریال کې یې محدود وساتي، یوازې د جنت په خوندونو او د دوزخ په وېره کې ژوند ورباندې تېر کړي چې په دغه ‌ ډول سره د دیني/عصري او نورو اکاډمیکو مرکزونو تر منځ واټن زیاتېږي.

د دوی تبلیغات نه یوازې ددې عصر په وګړو باندې اغیزه کوي بلکې همدغه شعارونو په راتلوونکو نسلو کې دود او وروسته په باور باندې بدلېږي کله چې په یوه داسې ټولنه کې چې هلته اتیا سلنه وګړي یې نالوستې وي یوه چټله مفکوره د باور ځای خپل کړي بیا ددغه دوه مرکزونه سره مکس کول د خوب لیدل وګڼئ، ځکه هر سړی ښې/ بدې کړنې ته بیا د شک په سترګه ګوري، شک هغه څه دی چې وګړي په یو بل باندې بې باوره کوي کله چې بې باوري رامنځته شوه کرکې او نفرتونه خپله د انسان په رګ رګ کې غځونې کوي.

په دغه دواړو ډولو کې بیا یو ډله ناخبره ځوانان کله چې لومړی د ځواني په درشل پل کېږدي په ناخبرې کې له یادو دوو ډلو څخه یوې ته مخه کړي دا بیا دومره افراط کوي چې په هغه محیط کې د شته وګړو سخت غبرګونونه د یادې ډلې په وړاندې راوپاروي ددې په ځای چې خپله ډلې ته کار وکړي بلکې له زوال سره یې مخامخ کوي چې دغه ډول کسان زیاتره په تنکیو محصلینو/طالبانو کې وجود لري، ټول نه یادوم؛ خو زیاتره دومره له دین او د خپلو ټولنې له کلتور څخه ناخبره وي چې ان که ورڅخه پوښتنه وکړې چې انسان پیدا دې څه لپاره او د کومو هدفونو لپاره ژوند کوي شاید درته بې ځوابه پاتې شي یا به یوه داسې خیټالوژي درته ووايي چې په هېڅ منطق به برابره نه وي.

نو کله مو چې ځوانانو په پوهنتونو/مدرسو کې یوازې دینې/عصري زده کړو ته هڅول کېږي او استادانو/مدرسین خپلې مفکورې په وچ زور د طالب/محصل ذهن ته ورپیچکاري کوي څنګه به د دیني او عصري اکاډمیکو مرکزونو تر منځ واټن له منځه ولاړ شي؟!

شته د حل لارې یې، هغه دادي باید په عصري/دیني مرکزونو کې داسې استادان مقرر شي چې د طالب/محصل له ګردجن ذهن څخه په ډېر مهارت سره هغه د کرکې او نفرتونو له غباره ډکه نرۍ پرده پورته کړي وروسته یې په خورا مهربانۍ سره ومینځي زه باور لرم چې ددې په ځای چې محلصین/طالبان مو په ټولنه کې کرکې او نفرتونه ته لمن ووهي بلکې دوی به خلک مینه محبت او ورورولۍ ته را غواړي، دوی به دا کوښښ کوي چې د عصري او دیني علومو مرکزونو سره مکس شي او په ګډه سره د دین، فرهنګ او ژبې د بډاینې لپاره کار وکړي.