ناهيلي

سوړ اوسلی یې ویست، د موبایل په سکرین باندې یې ګوته کش کړه، خپل عکسونه یې له نظره تېر کړل، شپې ټول طبیعت ته ارام وربښلی و، له ډېر لرې ځای څخه به کله کله د سپیو غپا راتله، کله به چې باد ولګېدو، هاند به شاوخوا وکتل ، په زړه کې به یې لږ شانته وهم تېر شو، یو دم یې له ځانه سره وویل:

- اې څومره مې خوښېده!
لږ شېبه غلی و، موسکی شو، سر ته یې لاس ونیولو په چورت کې کښېناست، د پښېمانتیا په شان سره کړل:
- ورکه نه مې خوښېده چې زه دومره دا...
د موبایل په سکرین کې یې سترګې وګنډلې شېبه وروسته یې سندره پلې کړه:
اوس د یادونه افسانې ښکاري
داسې دستور د زماني ښکاري

اوس د یادووووووووووووووننننننننننننه
له جېب څخه یې سګریت راویستل، د لایتر ټک شو، ژېړه لمبه تر پورته شوه، په ګوتوکې یې سورانګار پورته کړ، شېبه وروسته یې حلقه حلقه دودونه له خولې ویستل، اسمان ته یې وکتل په ستورو یې سترګې ولګېدې، نظر نورو ته دوو ستورو زیاته رڼا کوله ، په حیرانۍ سره یې زیاته کړه:

- زما او ستا تر منځ هم دومره فاصله ده لکه ددې ستورو تر منځ چې د ه.