د  ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ تر ټولو لوړ بيه موټر

روهي (درې نۍ/۲۱ د وري)، د (رولس رويس) Rolls Royce په نوم د موټرونو يوې کمپنۍ د خپل يو مشتري په ځانګړې غوښتنه، د ۲۰۱۸ ز کال د نړي تر ټولو ګران بيه موټر جوړ کړ.

دغه موټر (سوېپټېل) Sweptail نوميږي، چې بيه يې ۱۳ مېلېونه امريکايي ډالر ښودل شوې ده. Sweptail موټر د Rolls Royce شرکت له خوا يوازې د يو مشتري په ځانګړې غوښتنه جوړ شوی دی او پرته له همدې يو موټر نور په مارکېټ کې نه پيدا کيږي.

د Rolls Royce شرکت د مشترې د ټېنګار په اساس د موټر د راتلونکي څښتن نوم نه دی ذکر کړی او د ډيزاين ټولې چارې يې هم، د مشتري تر لارښونې لاندې تر سره شوې دي.

د رولس رويس موټر يوه ځانګړتيا دا هم ده، چې يوازې د دو کسانو د ځای ظرفيت لري او ورستی سيټ يا چوکي په کې نه ده جوړه شوي.

د موټر پاسنی چت ټول له قيمت بيه ښېښې څخه جوړ شوی دی او په تدريجې ډول سره لاندې مايل تللی دی.

د دغه رولس رويس موټر ظاهري بڼه پخوانيو موټرونو ته ورته او داسې ښکاري چې قيمت به يې ډېر ټېټ او مډل به يې پخواني وي، خو په ۲۰۱۸ کال کې دغه موټر د نړۍ تر ټولو ګران بيه موټر ښودل شوی دی.