شاهرخ خان: غواړم چې زوی (اې بي رام) مې د هاکي په لوبه کې نړۍ ته د انډيا انځور وړاندې کړي

روهي (دوه نۍ/۲۰ د وري)، د هند د بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړي او سپورسټار شاهرخ خان نن ورځ له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې غواړي پنځه کلن زوی (اې بي رام) يې د هاکي لوبغاړی جوړ شي.

شاهرخ خان چې د بالېوډ په سينما کې يې له کالونو کار کړی د خپل زوي په اړه يې دا نه دی ويلي، چې په فلم او سينما کې يې له کار سره مخالفت لري، خو زياتوي چې له خپل زوی څخه به د هاکي يو غښتلی لوبغاړی جوړوي.

د شاهرخ خان زوی (اې بي رام) اوس پنځه کلن دی او پلار وايي، چې سره له اوس هڅه کوي، ترڅو د ورزش په برخه کې خپل هېواد ته لاس ته راوړنې ولري.

خان د ځان په اړه ويلي، چې له هاکي، کرېکټ او فوټبال سره مې علاقه ده، خو ځينې وخت يوازې د فوټبال لوبه تر سره کوم او نور ورزش ته مې وخت نه دی پيدا کړی.

شاهرخ خان ۲۵ کاله وړاندې له فلمي پروډيسرې ګوري چيبر خان سره واده کړی او اوس درې اولادونه لري.