مجیب په ای پي اېل لوبو په لومړۍ سیالۍ کې ۲ لوبغاړي وسوځول

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۹مه) افغان لوبغاړی مجیب الرحمن د هند د غوره لیګ سیالیو په لومړۍ لوبه کې  دوه لوبغاړي سوځولي چې په دې سره یې د دغو سیالیو په تاریخ کې تر ټولو د کم عمره لوبغاړي په توګه خپل نوم ثبت کړ.
 
نوموړی د پنجاب کینګز لوبډلې سره لوبیږي. 
 
هغه د ای پي اېل د لومړۍ لوبې په څلورو اوورونو کې نه یوازې د داردیولز تکړه لوبغاړي وسوځول بلکې په نسبي ډول یې لږ منډې یعني ۲۸ منډې ورکړې.
 
د هند په روان غوره لیګ کې د افغانستان د ملي ټیم راشد ارمان او محمد نبي هم لوبېږي. دوی دواړه د تېر ځل په شان حیدراباد سن رایزر اخیستي دي.