
روهي (يوه نۍ/۱۹ د وري)، د هندوستان د بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړی او سپورسټار سلمان خان تېره ورځ د ضمانت په توګه له زندان څخه ازاد کړی شو.
تېره پنځه نۍ د هندوستان په جودپور کې يوې محکمې سلمان خان په پنځه کاله بند محکوم کړ. نوموړی هم د محکمې له حکم وروسته زندان ته لاړ او يو شپه او ورځ يې په زندان کې تېره کړه.
سلمان خان محکمې ته د ۵۰۰ زره هنديو روپيو او ضمانت په ورکولو سره ازاد کړی شو او د جودپور له هوايي ډګر څخه يې ممبۍ ته الوتنه وکړه.
په سلمان خان باندې تور دی، چې په ۱۹۹۸ ز کال کې يې، د هند په جود پور کې د يو فلم د ډکولو په وخت کې دوه هوسۍ وژلې وې.