د یوې پاکستانۍ لوبډله کې د شهزاد محمدي د لوبې په اړه کرکټ بورډ غبرګون ښودلی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۹مه) د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان په یوې ځايي لوبډله کې د شهراد محمدي پر لوبېدلو غبرګون ښودلی.
 
په ټولنیزو رسنیو د پاکستان په يوه ځايي کلب لوبډله کې د شهزاد محمدي د لوبېدو په اړه هم سخت غبرګونونه راپارېدلي دي.
 
د افغان کرکټ بورډ ادراې ویاند فرید هوتک منلې ده، چې شهزاد محمدي د کرکټ بورډ له اجازې پرته پاکستان ته تللی او هلته د يوه ځايي کلب په لوبډله کې لوبه کړې ده.
 
ویل شوي، چې د کرکټ بورډ د اصولو له مخې، ټول لوبغاړي له هېواده بهر په سیالیو کې د لوبېدو لپاره د بورډ اجازې ته اړ دي.
 
لا تر اوسه په دې اړه ښاغلي محمدي څه نه دي ویلي.