د ICCپه نوې درجه بندۍ کې افغان لوبغاړي مخکې شوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۸مه) افغان کرکټ لوبډلې تکړه توپ اچوونکی راشد خان ارمان د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې بیا هم شل اوریزو په لوبو خپل په لومړي مقام پاتي شوی دی.
 
د شل اوریزو لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې شهزاد نهم نمبر شوی، محمد نبي عیسی خیل ۳۹ او نجیب الله ځدران ۴۰م نمبر لوبغاړي اعلان شوي، خو اصغر بیا ۴۴ نمبر ته غوره شوی.
 
راشد خان په شل اوریزه لوبو کې په لومړي مقام دی، خو په یو ورځنیو سیالیو کې لا هم پر خپل دویم مقام پاتي شوی.
 
بل خوا د یو ورځینو سیالیو په لسو غوره توپ وهوونکو کې هیڅ کوم افغان لوبغاړی نه شته، خو په ۳۲ نمبر بیا رحمت شاه اعلان شوی.
 
تر رحمت وروسته بیا محمد شهزاد ۴۷، محمد نبي ۵۷، نجیب ځدران ۶۹او جاوید احمدي ۹۰ نمبرونو د کرکټ د نړیوالي شورا په درجه بندۍ کې اعلان شوي.