د عباسي سفر په افغان جګړې، سولې او د دواړو هېوادونو په اړيکو څومره اغيز درلودلی شي؟

د عباسي سفر په افغان جګړې، سولې او د دواړو هېوادونو په اړيکو څومره اغيز درلودلی شي؟
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له واکمنۍ څخه بيا تر نن ورځې پوري، تر ډېره افغان دولت او ځيني وخت پاکستان پر يو او بل تورونه پورې کوي او په خپلو هېوادونو کې د بريدونو او ناامنيو پلانونه؛ افغانستان د پاکستان او برعکس پاکستان د افغانستان په غاړه اچوي.

افغانستان له پاکستان سره په ډېرو برخو کې ستونزې لري. د يادو دو هېوادونو ترمنځ ژوره او اوږده ستونزه د ډيورنډ کرښه ده، چې افغانستان يې خپله خاوره ګڼي او پاکستان ورسره پرې مخالفت لري. د ډېودرنډ له کرښې پرته پاکستان، د افغان کډوالو موضوع هم ډېری وخت را پورته کوي او افغانستان ته په داسې وخت کې د افغان کډوالو د لېږلو خبرې کوي، چې په کور دننه افغانستان ورته هېڅ ډول تياری نه لري.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پراخه کچه سوداګري هم شتون لري. د افغانستان زيات مالونه او کورني توليدات پاکستان ته صادريږي او همدا ډول پاکستان د خپلو سوداګرېزو توکو لپاره د افغانستان له بازارنو څخه ګټه پورته کوي.

د پورته يادو مسايلو سره په څنګ کې، په اوسني وخت کې، په پاکستان کې د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو پټنځايونه، د طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پاکستان رول او د پاکستان د پوځ له خوا د افغانستان په يو شمېر ولايتونو هوايي او توغنديز بريدونه هغه څه دي، چې د دواړو هېوادونو سياسي او ډېپلوماټيکې اړېکې يې کړکېچنې کړې دي.

څو ځلې افغان او پاکستاني چارواکو په پاکستان کې د افغان کډوالو، په افغانستان کې د جګړې او سولې په اړه د پاکستان د رول او د پاکستان له خوا په سويل ختيځو ولايتونو باندې د پوځ د توغنديزو بريدونو په اړه ناستې او خبرې - اترې ترسره کړې، خو کومه مثبته پايله يې ورنه کړه.

د دواړو هېوادونو سياسي او پوځي لوړپوړو چارواکو په لسګونه ځلې رسمي سفرونه تر سره کړل، خو بيا هم داسې يو بدلون له ځانه سره نه لري، چې توپير رامنځ ته کړي.

په اوس وخت کې د ترهګرۍ سره د نړيوالې جګړې په اړه د پاکستان په همکارۍ امريکا او نړيواله ټولنه هم شک لري او دغه هېواد په دوه مخي سياست تورن کوي. يو شمېر سياسي شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان له نړيوالې انزوا سره مخ دی او د نړيوالو فشارونو څخه د خلاصون په موخه غواړي، چې په خپل بهرني سياست کې بدلون رامنځ ته کړي. دغه شنونکي هيله لري، چې په اوس وخت کې د پاکستان سره خبرې او د چارواکو سفرونه کولی شي، چې مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي.

له بلې خوا، يو شمېر نور افغان سياستوال او شنونکي له تېر څخه په تجربې د پاکستان هر کړنه يوازې ژمنې او تېر اېستنه بولي. دوی باور لري، چې د پاکستان ملکي حکومت هېڅ ډول واک او صلاحيت نه لري او ټول بهرنی او کورنی سياست او چارې يې د ای اېس ای او پوځ په لاس کې دی. دغه ډله افغان سياسي کارپوهان په دې عقيده دي، چې د پاکستان د ملکي حکومت پر ځای بايد د پاکستان له پوځ سره خبرې تر سره شي او همدا ډول نړيواله ټولنه دې، د پاکستان په استخباراتي ادارې او پوځ فشارونه ډېر کړي.
 
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل په موخه او د (دولت په دولت) د خبرو د پيل په پار، د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه تېره ورځ (جمعه) کابل ته سفر وکړ. د ولسمشر او عباسي په ناسته  کې د کډوالو، له طالبانو سره د حکومت د سولې، د پاکستان له خوا په افغان خاورې د توغنديزو بريدونو او دوه اړخيزې همکارۍ په اړه خبرې تر سره شوې.

روهي خبرې کوي Rohi Talks په اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوي. تاسو د روهي وېب پاڼې لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوسه په کمېنټ کې راته خپل نظرونه او ليدلوري وليکئ او يا هم سبا ماښام (نۍ/ د وري ۱۸ مه نېټه، د ماښام له ۷:۰۰ بجو څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په خپرونه کې په ژوندۍ بڼه را سره برخه واخلئ.