
پوهنمل محمود نظری
مولوی صاحب یو رهبر وو ،د نورو رهبرانو په کړو ډیر ښه خبر وو چې ځینویوازې د پردو مرستو ته لکه ښکاریان لومې اېښې وې.
هغه ددې ریا په لېدو بیرته نبي خیل شاعر کیږي او وايي:
ونښلى مرغه هله په دام د صيا دانو کې
کله چې دانې ته شې روان په تمه تمه کې
موږ چې د عمل په ځاى پردو ته انتظار کوو
ګرځوبه نو ځـــکه سرګردان په تمه تمه کې
خالص صاحب د مجاهدینو په خپل منځني جګړو کې چې یې هرڅه ته شا کړه، دجهادمینه یې له زړه لاړه؛ ځانمني اوواک پرستي یې ځای ونیو؛ د جهاد بیه له شیطانه په دي دنیا کې وغوښتله شوه او نارې سورې یې جوړي کړې: ماجهاد کړی دا زما حق دی!!
د جهاد په پلورلو انسانان ماران اوشیطانان شول ، ادمخوران شول
له زړونو څخه یې رحم، نیکي ، دوستي، مینه او محبت ووته . دخدای (ج) دلارې ښه سړي پاته نشوه . کلی او ولس ته مختورن غله ،قاتلان ، ځناور شوه
پر عام وژنې اوښکې تويولې او په تریخ طنز وايي : خالص باب په دې دمينې
جوړله انسانانو شول ماران چې مينه لاړله
نه خير، انسانان شول شيطانان چې مينه لاړله
يوتربله خوري لکه وحشيان چـــې مينه لاړله
وينې تويول يې نن سبا ډيرې اسانه کړې
جوړه ځانځانې ده يوله بل سره دوستې نشته
وخت دچل او ول دې له هيچا سره راستې نشته
زړونه سره بد دې تګ راتګ ځاى دناستې نشته
سوى دهجران په سرو سکروټو سوى سکور شومه
اورمې دې اخيستې نه خير، خپله باندې اور شومه
اوس چې مينه لاړه مختورن دکلې کور شومه
مينې دخالــص نه غمازانو چې پښېمانه کړې
هيلې اروزګانـــــې دبشر يې پريشانـــه کړې
مولوی خالص نه یوازې دا چې په زالېمو حکومتونو او یرغلګریې غندلي او نیوکې کړی په بیا بیا یې د مجاهدینو ، رهبر انو ، ملایانو، طالبانو ځوانانوهم سرټکوي اوپه سپورو ستغو ورته وايي:
خالصه خير دې غواړه چې شپې ورځې دې ترخيږي
چې غله شې مجاهد او رهبران شې کوڅه ډب
وباشې قام کې ګډه د ژوندون بيړۍ چپه شې
دچاچې ملايان او طالبان شې کوڅه ډب
نوکر داستعمار شې خپل ملت په نورو پلورې
دکوم هيواد چې پوه ملى ځوانان شې کوڅه ډب
وطن ساتلى نه شې په څوکۍ چې کړې جنګونه
ګيدړې ترېنه ښې چې زمريان شې کوڅه ډب
خالص صاحب په ډیر جرت د ټولنې رښتیا بیانوي، غله مجاهدین، رذیل رهبران ، کمینه ملایان ، فضول ځوانان او سپک مشران ، اودڅوکیو شهیدان غندي او وايي په وطن کې دداسو خلکو له لاسه وبا ګډه شوې ده ، چې دا د اوسنی افغانستان یو ښه طنزی انځور ګڼلی شو.
مولوی خالص د خپل یو خایین دوست په هجو کې وایي:
ما وې چې باز دې خوټپوس وختو
په د ووسانو کې دووس وختو
دزړه په وينو مې روزنه ورکړه
چې زړه ترې جوړ کړم خوپپوس وختو
ډير مې ټولنه کې دروند وتللو.
اخرکې سپک انډى دبوس وختو
په جهادى هدف يې لوبې وکړې
خدايږو دروس څخه چړوس وختو
دامريکا په ډالرو نڅېده
دخداى له مرستې نه مايوس وختو
موږ وې دده له بخته مخکې بۀ ځو
خو دې پخپله کې منحوس وختو
خالص له بل چانه ګيله نه کوي
پوچ يې دخپل جيبه کارتوس وختو