سوله درنه، سپیڅلې او منزه کلیمه ده، سوله د هغه چا اړتیا ده چې په اسلامي او انساني اخوت باور لري، سوله هغه څوک غواړي چې د خپل دین پیغام یې د زړه په غوږونو اوریدلی وي او د زړه له تله غواړي چې د اسلامي اخلاقو په رڼا کې ارام ژوند وکړي. سولې ته هغه څوک درناوی لري، چې غواړي بشر د اسلامي اخلاقو تر اغیز لاندې راولي او بلاخره بشریت پدې قانع کړي چې سپیڅلی اسلامي تهذیب د ننني بشریت د ټولو فردي، ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي ستونزو د حل نسخه ده.
زمونږ دین حکم کوي چې په سوله کې خیر دی؛ نو مونږ که واقعي مسلمانان یو باید درناوی یې وکړو او عمل پرې وکړو. د یوه عالم خبره ده، وای د ادیانو په تاریخ کې د بل دین پیروانو له خپل دین سره دومره خیانت ندی کړی، لکه له اسلام سره چې جاهلو مسلمانانو کړی، که د اسلامي نړۍ فعلي وقایعو ته ځير شو پورتنۍ مقوله د لمر په څير روښانه ثابتیږي، ددې ادعا د ثبوت یوه ستره بیلګه په اسلامي ټولنو کې روانې جګړې او حرج دی.
په اسلامي ټولنو کې په جنګ او ګډوډيو ټينګار له اسلامي امت سره ستره جفا ده، د اسلامي احکامو د تحریف او غلط برداشت په وجه د مسلمانانو قتل عام د اسلام سره خیانت دی. زمونږ دین د سولې او امن دین دی، زمونږ دین د ورورولۍ، شفقت او ترحم دین دی. یو روایت دی چې کوم یهودي په لاره روان وو او د یو صحابي سترګې پرې ولګیدې، سم له واره یې توره را وویسته، یهودي په وار وار ورته وویل چې زه مسلمان یم، خو هغه اعتنا ونکړه او دا یهودي چې قتل کړ، خبره تر رسول الله راورسیده، سمدلاسه یې هغه صحابي راوغوښت ورته ویې ویل، ایا رښتیا داسې وو چې هغه ویل زه مسلمان یم او تا قتل کړ؟؟؟ صحابي ځواب ورکړ، یا رسول الله هغه له زړه نه دا خبره نه کوله، رسول الله ص ځواب ورکړ، ایا تا د هغه سینه څيرلې وه '' ته د هغه له زړه خبر وې ؟''
سبحان الله دې ته سپیڅلي اسلامي اخلاق وایي، راشه زمونږ اوسنۍ اسلامي تګلارې ته یو مظلوم بیچاره انسان تر چړې لاندې د شهادت کلیمه وایي دوی یې په مرۍ چاړه راتیروي، مسلمانان په مسجد کې په سجده پراته وي دوی ورباندې انتحاري حمله کوي، ړانده بمونه له ګڼې ګوڼې ډک ښار ته ور ننباسي، ماشومان، ښځې، ځوانان په وینو ولمبوي، د اسلام حکم یې ګڼي، زما نظر مسلمانانو خصوصا افغانانو ته په هیواد کې د روانې جګړې په هکله جدي تجسس پکار دی، بیچاره افغانان نور باید ددې ناولې او مسخه شوې جګړې ښکار نشي، تر هر څه د مخه افغان ولس باید د هغو مفتیانو پر ضد راپورته شي، چې په بیشرمانه ډول د استخباراتي ادارو د ناچیزه خلعتونو په مقابل کې د خپلو مظلومو وطنوالو د وینو بهولو فتواوې صادروي. ولس باید پراخې قرباني ته اماده شي، ولس باید پوه شي چې د افغان انسان د ارام ژوند دښمنان به هیڅکله په مونږ زړه سوی ونکړي، عذر، زارۍ اوښکې او منتونه به ددوی تور شوي زړونه نرم نکړي. ولس باید لاس پکار شي، دوی باید باوري شي چې داعیه یې برحقه ده او حقیقت به اخر خپل ځان ثابتوي.
وروستي