ټول دروغجن دي...

 
 
 
ګرانو دوستانو،
سلامونه٠ د دروغجنو،غولونکو،د پردو تالي څټو او غلو او داړه مارانو څخه په ډېر معذرت٠ ما هسې ټوکی کړې دي،ګني د دوئ په شان کښې د داسې ګستاخ خوله دی خدائ .....................
د خپلې پرګنۍ د خلکو نه هم بخشنه غواړم، مګر د دوئ نه خو مې ګېله کړېده او يقين لرم چې دوئ به ټوپک نه راپسې اخلي٠
هيله مند يم چې دا ګذارشات مې د شعر د مقدمې په توګه خپاره کړئ٠ په درنښت

وراغ (١)ئې بلبل شو او، سندرې وائي
ځان ته شاهين ئې بيا کوترې وائي
اغزي ئې ټول دي، د ګلاب ګلونه
تراخه ئې ټول ځان ته شکرې وائي
سپېرې کرکڼې ئې د دښتو ګوره
ځان ته د شنو غرونو ،ګر ګرې وائي
دا بنګړي والې د کوڅو ئې ځان ته
بيا افغاني پېغلې، دلبرې وائي
سپين ګيري هم په برېتو،لاس راکاږي
زړې ئې هم ځان ته، تور سرې وائي
دا د جومات د څپلو ،غلو ته ګوره
نورو ته بيا د غلو لښکرې وائي
څوک ئې شهيد او څوک غازي و ځان ته
دغه اوږدې ږيرې ببرې وائي
زاړۀ ياران د فرنګي ،يارانو
د دوئ په خوښه ،برابرې وائي

د يار د در نه جدا کېږي ،کله
که ورته هر څو ، کورې،کورې وائي
د ملت کو ر کښې ،د ملت دښمنان
د ملت نه ،د ځان بهترې وائي
مامور،مدير،هم ئې رئېس او وزير
ښې نرې خوري او ،نرې،نرې وائی
د غرب روزلي ،رالېږلي ، ياران
تسبې په لاس دي او اوترې وائې
دا سپينه خوله وياند او دا سلا کار
خوله د افغان، د بل خبرې وائي
شاعر ،اديب او هم ليکوال ئې،ګوره
ځان غولوي، زړې سندرې وائي
ټول دروغ جن دي،ورته غوږ مه نيسه
څوک ئې نږدي، څوک ئي له لېرې وائي
زمونږ په کلي خدايه! رحم وکړې
تر څو به ټول، ګرې او برې (٢)وائې
 

کابل د جون ١٤ افغان ځوئ
١- وراغ---کارغه-زاغ
٢-ګرې برې--ګږې وږې