
(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،وری۱۶مه) د بالیود ستوری سلمان خان په هند کې په دوه کاله بند محکوم شوی دی.
د راپورنو له مخې، هغه په ۱۹۹۸ میلادي کال کې د "هم سات سات هې" فلم د شوټینګ په پر مهال د هغه ځای په جودپور کې د دوو هوسیو د وژلو په تور، په دوه کاله بند محکوم شوی دی.
وايي، چې سلمان لا هم لویې محکمې ته د خلاصون د پاره درخواست ورکولای شي.
نوموړی د هغه ځای د قانون مطابق په بند محکوم شوی، کوم چې د چاپیریال ساتنې په برخه کې د وحشي حیواناتو وژل جرم ګڼل کېږي.