افغان لوبغاړي ای پي اېل کې لوبیدو لپاره هندوستان ته رسیدلي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۶مه) افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ۴ هغه لوبغاړي چې د هندوستان د کورني کرکټ د ۲۰اوریزه سیالیو لپاره اخېستل شوې؛ دغه هېواد ته رسیدلي دي.
 
ویل شوي، چې د ای پي اېل ۲۰ اوریزه سیالیو په یولسم پړاو کې دا ځل له افغانستان څخه اَلراونډر محمد نبي عیسی خیل، په ګوګلي ماسټر مشهور راشد خان، ځوان مجیب ځدران او چینا مین ظاهر خان د خپلو لوبډلو سره یو ځای شوي دي.
 
محمد نبي عیسی خیل او راشد خان د دوېیم ځل لپاره، د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې لپاره لوبیږي، خو مجیب ځدران به د کینګز ایلون پنجاب او ظاهر خان به د راجستان رایلز لوبډلې سره د لمړي ځل لوبیدو ته انتطار وي.
 
دغه لوبې د روانې اپرېل میاشتې په ۷ مه نېټه د راتلونکې شنبې په ورځ پیل کیږي.
 
ددې سیالیو په لمړۍ لوبه کې به د تیر کال اتله ممبيي انډینز لوبډله د چینايي سوپر کینګز لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شي.