ژباړه: حمیدالله حمیدي
نوښت او ابتکار په دې مانا دی چې ته وکولای شې، د ستونزو د حل لپاره داسې څه تر سره کړې او یا یې نوي منځ ته راوړې چې مخکې له دې چا دا ډول څه نه وي کړي او د کارونو په ګړنديتوب کې درسره پوره مرسته وکړي.
کېدای شي همدا نوښت او ابتکار ځینې وخت د دې لپاره وي چې تاسو هڅه کوی، کارونه مو ښه پر مخ ولاړ شي، له داسې څه سره مو مخامخ کړي چې تاسو یې په اړه ان فکر هم نه وي کړی، هغه که منفي وي او یا هم مثبت. په هغه څانګه او رشته کې چې زده کړې مو پکې کړې دي، لازمه تجربه او مهارت لاسته راوړئ. په دې برخه کې د زیاتې مطالعې په کولو سره ځان په یوه مسلکي او د دې برخې په کار پوه باندې بدل کړئ.
څومره چې په خپل مسلک کې زیات معلومات او پوهه ولری، په هماغه کچه به خلاق او نوښتګر فکر ولرئ. علم او پوهه تاسو ته هغه قوي وزرونه درکوي چې بیا کولای شی، د خپلې خوښې هغه ځای ته پرواز وکړی چې له دې مخکې ورته څوک نه دي رسېدلي. نو د دې کارونو په تر سره کولو کې ځنډ مه کوئ.
وروستي