
روهي (څلورنۍ/۱۵ د وري)، ټاکل شوې وه، چې د هندوستان د ۱۹۹۸ اټومي وسلو د ازموينې په اړه فلم په ۲۰۱۷ کې نندارې ته وړاندې شوی وای، خو له پنځه ځلې ځنډ وروسته ياد فلم د روان ز کال د مې مياشتې په څلورمه نېټه نندارې ته وړاندې کيږي.
دغه فلم د راجستان ايالت په (پخران) نومي سيمه کې د هند حکومت د ۱۹۹۸ ز کال د اټومي ازموينو په اړه ډک شوی دي، چې د يو لړ سياسي ستونزو له امله يې پنځه ځلې خپرېدل له ځنډ سره مخ شول.
په ياد فلم کې مرکزي رولونه جان آبراهام، دينا پينټي او بومن ايراني لوبولي دي، چې د لارښونې مسووليت يې ابېشېک شرما په غاړه اړه لري.
د هند د بالېوډ سېنما د چارواکو په وينا، چې دغه فلم د هغه کسانو د ستاينې په پار جوړ شوی، چې د هندوستان د اټومي پروګرام په منځ ته راتګ کې يې هلې - ځلې کړې دي.
له دې وړاندې هم، په هندوستان کې يو شمېر فلمونه د سياسي او مذهبي ملاحظاتو په اساس له خنډ او ځنډ سره مخ شوي وو.