روهي (څلورنۍ/۱۵ د وري)، د (ټفټس) په نوم د انجنيرۍ يو پوهنتون يوه داسې آله جوړه کړې ده، چې د انسان د وجود د اړتيا خواړه په ګوته کوي او دا څرګندوي، چې وجود کوم ډول خواړو ته اړتيا لري.
دغه کوچنۍ آله چې دوه ملي متره مربع پراخوالی لري، د ژامې په پورته غاښونو پورې تړل کيږي او د انسان د وجود لپاره اړين خواړه او په اړه يې مالومات ذخيره کوي.
دغه آله په ځانګړي ډول سره، په وجود کې د الکولو، ګلوکز او مالګې اندازه ښيي، د ګټې او زيان په اړه يې مالومات ټولوي.
له دې وړاندې هم د انسانانو د غذايي رژيم په اړه بيلا بېلې آلې جوړې شوې وي، خو د وخت په تېرديو سره له کاره لوېدلي او ګټوره پايله يې نه وه ورکړي.
وروستي