نعنا د هاضمې سيسټم پیاوړی کوي

نعنا هغه بوټی یا سابه دي چې د روغتیا لپاره خورا ګټور دي او د کال په هر فصل کې په اسانۍ ترلاسه کېدای شي. نعنا چې په کلیوالي یا عامیانه ژبه ورته وېلنی هم ویل کېږي، دوه ډوله دی: یو ډول یې په طبیعي ډول د پسرلي په را رسېدو سره د ویالو او پولو پر غاړو را شین کېږي.

بل ډول هغه نعنا ده چې بزګران یې په خپلو پټيو کې کري او بیا ترې په کلونو کلونو ګټه اخلي او په بازار کې یې پلوري چې نورو سبزیو او سبو ته ځانګړی رنګ ورکوي. د تغذیې برخې یو مشهور متخصص پیام فرح وایي، نعنا انسان ته د خوښۍ احساس ورکوي او ستړیا یې له منځه وړي، نعنا د هاضمې سیسټم لپاره ګټوره ده، هغو کسانو ته یې هم د خوړو سپارښتنه کېږي چې د ستړیا د له منځه وړو او انرژۍ اخیستو لپاره شيریني خوري.

کولی شئ له شنې او تازه نعنا څخه د ډوډۍ خوړلو پر وخت کار واخلی او یا هم په ورځني ډول د چای پر ځای د نعنا ځانګړی چای وڅښئ. د نعنا خوړل له بدن څخه زهري مواد وباسي، د سر درد له منځه وړي، د خولې بد بوی ورکوي، سرطان کابو کوي، وینه پاکوي او د ساه لنډۍ لپاره تر ټولو ښه نسخه ده.