مسکو: امريکا او بریتانیا په روسيه کې د نړيوال جام د جوړېدو مخنيوی کوي

روهي (دوه نۍ/۱۳ د وري)، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماریا زاخارووا په امريکا او بریتانیا تور پورې کړی، چې ياد دوه هېوادونه هڅه کوي، ترڅو د نړيوال جام سيالۍ په روسيه کې تر سره نشي.

نوموړي له يوې ټلوېزوني شبکې سره په خبرو کې ويلي، چې لودېځه نړۍ او په ځانګړي ډول سره امريکا او بریتانیا په دې هڅو کې دي، چې له روسيې څخه د نړيوال جام کوربتوب واخلي.

د بریتانیا شاهي کورنۍ همدا ډول ګواښ کړی، چې د روان کال د نړيوال جام په سياليو کې که چېرې په روسيه کې تر سره شي، نو دوی به په کې برخه وانه خلي.

ټاکل شوې ده، چې د نړيوال جام سيالۍ به د جون د مياشتې په ۲۴ مه نېټه په روسيه کې د نړۍ د يو شمېر هېوادونو په ګډون پيل شي او مسکو په دې پار لا وړاندې خپل تياری نيولی دی.

د روسيې او لوديځې نړۍ ترمنځ اړيکې د يو پخواني جاسوس او د هغې د لور د وژنې په اساس خرابې شوې او په ډېر شمېر سياسي ډېپلماټان يې هم سره وشړل.