
روهي (يوه نۍ/۱۲ د وري)، صفر (Zero) د هندوستان د بالېوډ سېنما نوی فېلم دی، چې د روان ز کال د ډېسمبر په ۲۱ مه نېټه به نندارې ته وړاندې شي.
په ياد فلم کې مرکزي رولونه، شاهرخ خان، کنټرېنا کيف او انوشکا شرما لوبولي دي. په (صفر) نومي فلم کې د هند د بالېوډ سېنما بادشاه (شاهرخ خان) له مشهورې لوبغاړې کنټرېنا کېف سره په مينه کې لويږي او همدا ډول انوشکا شرما د يوې ناروغې جينۍ، چې په ذهني او عصبي ستونزو اخته ده، رول لوبولی دی.
د فلم په زړه پورې او کميډي برخه د شارخ هغه رول دی، چې د يو ټيټ قد لرونکي کس په بڼه يې لوبولی دی.
د (صفر) په فلم کې د بالېوډ سېنما پخوانۍ لوبغاړې سري دېوي هم رول تر سره کړی دی. سري ديوي د همدغه فلم له بشپړتيا وروسته د ۵۵ کالونو په عمر په دوبۍ کې مړه شوه.
که څه هم د صفر فلم رسمي ټېلر نندارې ته وړاندې شوې دی، خو مکمل فلم به د روان کال په ډېسمبر مياشت کې خپور شي.