(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۲مه) نن یکشنبه د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د هېواد مشرانو جرګې ته ور غوښتل شوي وو.
مشرانو جرګې غړو د دوی د وروستیو اتلولیو ستاینه یې وکړه.
ددغې جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د دې جرګې نننۍ عمومې ناسته کې وویل چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې تل ولس ته خوښۍ او ویاړونه راوړي دي.
نوموړي د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام سیالیو ته د افغان لوبډلې وتل او د غوراوي پړاوو سیالیو د اتلولۍ ګټل د افغانانو لپاره لویه لاسته راوړنه یاده کړه.
په پای کې د مشرانو جرګې له خوا د ملي لوبډلې لوبغاړو ته مډالونه او د ګلونو ګېډۍ هم ډالۍ شوې.
وروستي