نعناع د ایران د پخواني طب له نظره ګرمه او وچه ده او په دارويي خواص له ویلني (شنشوبي) څخه ځواکمنه ده. له نعناع څخه عطر، غوړي او .... جوړيږي او ډیر مصرف هم لري. نعناع باد له منځه وړي او باد ماتونکې ده. د معدې او بدن تقویت او پیاوړې کونکې ده. د تشنج او ټوخي ضد ده.
د نس باد (نفخ) ضد مخلوط له نعناع او لیمو څخه:
که مو معده بد هضمی کوي یا له پرله پسې ټوخې څخه په عذاب یاست موږ تاسو ته د لیمه او نعناع چای توصیه کوو او لاندې د جوړولو ډول در ته وړاندي کو.
د دي مخلوط د جوړولو لازیم مواد:
د نعناع شپږ یا اته پاڼې
بوره شپږ وړې قاشوغې
دوه دانې تازه لیمو جوس
چای د عادت او ذایقي وړ
یوڅو ټوټې د دارچني
لونګ له اتو تر لسو دانو
یو لیتر جوش اوبه
د جوړولو طریقه:
۱- ټول مواد په پاک لوښې کې واچوئ او سر يې ور بند کړئ.
۲- بیا دا لوښی په پخلنځي کې د یو څه وخت لپاره کیږدئ، چې د مخلوط لپاره برابرشي.
۳- دا لوښی په اور د لسو دقیقو لپاره کیږدئ، چې ښه جوش شې او وروسته له لسو دقیقو څخه يي اور کم کړئ.
۴- چای ور زیاته کړئ او که کولی شئ، نو د ګیلاس په ژۍ باندې د لیمو ټوټې د ښکلا لپاره وټومبئ.
وروستي