
فېسبوک په افغانستان کې؛ څه ډول کار ترې اخېستل کيږي او څه ډول بايد ترې واخېستل شي؟
ډاکټر نېک محمد ويال – د روهي وېب پاڼې څښتن
په ۲۰۰۴ ز کال د فېبرورۍ په څلورمه نېټه د امريکا د هاروارد پوهنتون يو امريکايي ځوان محصل مارک الیوت زاکربرګ د خپلو يو شمېر نورو ملګرو سره د فېسبوک په نوم يوه وېب پاڼه يا وېب سايټ منځ ته راوړو.
فېسبوک يو ټولنيزه شبکه او رسنۍ ده، چې له ۲۰۰۴ څخه بيا تر نن ورځ پورې نېږدې دوه مېلېارده فعال استعمالونکي يا يوزرس لري. فېسبوک په لسګونه ګټې لري، د بېلګې په ډول، د مالوماتو اخېستل او شريک کول، د انځورونو پورته کول، سوداګرېزې خبرتياوې خپرول، له ملګرو، د کورنۍ له غړو او په نړۍ کې د غوښتل شوي کس سره، ويډيويي، غږيزه او ورته ډېرو نورو اسانتياوو سره اړيکه نېول.
فېسبوک د نړۍ په بيلابيلو هېوادونو کې، د يادو هېوادونو د قوانينو اړوند د فعاليت اجازه لري.د بېلګې په ډول سره د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د فېسبوک په کارونې په مکمل ډول سره بنديز دی، په يو شمېر نورو هېوادونو کې د فېسبوک له لارې زنګ نه وهل کيږي، د نړۍ په يو شمېر نورو برخو کې د فېسوک ځينې ځانګړتياوې تر قانون لاندې دي او داسې نور.
لکه څه ډول مو چې،چ وړاندې د فېسبوک د يو شمېر ګټو او ځانګړتياوې په اړه خبرې وکړې، نو په افغانستان کې هم په پراخه ډول ورڅخه ګټه پورته کيږي. په هېواد کې له فېسبوک څخه لوستي او نالوستي دوړاه طبقې ګټه پورته کوي، په ډېريو برخو کې فېسبوک اغېزمن دی، اړيکې او مالومات يې اسانه کړي دي. خو په افغانستان کې هغه لويه ستونزه چې فېسبوک رامنځ ته کړې ده، قومي، ژبني او مذهبي تعصباتو ته لمنه وهل دي.
له سياسيونو څخه نيولي، بيا تر حکومتي چارواکو، سياسي مشرانو، نامتو څېرې، د دوی پلويان او خواخوږي، خپلې لاس ته راوړنې، پر يو او بل نيوکې، ګواښونه، سپکې سپورې او ډېری نورې چارې له فېسبوک څخه خپروي.
دا چې په افغانستان کې د نړۍ د استخباراتي کسانو له خوا لا وړاندې د قومونو او عام افغانانو ترمنځ په مختلفو نومونو سره د نفاق او تعصب تخم شېندل شوی دی، نو د فېسبوک له لارې يې خپل اوج ته رسوي.
د بېلګې په ډول سره، يو پېژندل شوی قومي معتصب، په خپله فېسبوک پاڼه داسې يو څه ليکي، چې په څرګند ډول سره د نورو وړونو قومونو هويت، کلتور، ژبې او تاريخ ته په کې سپکوی شوی وي. د ياد کس پلويان ياد غږ ورسره بدرګه کوي او شوي توهين ته نورو ګلان هم ور زياتوي، خو مخالف کسان بيا، خپل غبرګون ښيي او خبره تر دې رسيږي، چې د مرګ – ژوبلې پايلې ورکوي.
دا خو له فېسبوک څخه د هغو کسانو ګټه اخېستنه ده، چې پېژندل شوې څېرې دي او په لوی لاس سره غواړي د همدې ټولنيزې رسنۍ څخه د خپلو او پرديو د نامشروع غوښتنو او ګټو په پار کار واخلي او د وړونو قومنو ترمنځ ستونزې رامنځ ته کړي.
له دې ورايخوا، د سيمې او نړۍ استخباراتي شبکو په بيلا بېلو نومونو سره جعلي فېسبوکي اکونټونه رامنځ ته کړي دي. د بېلګې په ډول سره داسې نومونونه يې ورکړي دي.
- پښتون خاک فروش
- قوم انتحار
- بې دينه هزاره ګان
- هزاره د ايران جاسوان
- ازبک کله خام
- تاجک بې وطن
- راه حل افغانستان فقط تجزيه
- ستم قومی به احتتمام رسېده
او ورته ډېر نور څه.
له همدې فېسبوکي اکونټونو څخه بيا په داسې ډول سره تعصبي، قومي، ژبني، مذهبي او نور لېکنې کيږي، چې تر شا يې ښه پوه کسان ناست دي. له لېکنو يې داسې ښکاري چې دوی په ښه ډول سره حمايه کيږي، پيسې ورکول کيږي او نورې اسانتياوې ورته مساعدې دي، چې په پايله کې يې دوی له دې ټولنيزې شبکې داسې ګټه اخلي، چې د افغان قومونو ترمنځ تېرې ناخوالې بيا را ژوندۍ کوي او نوې نورې هم په کې منځ ته راوړي.
حکومت، څارونکې ادارې، پوه کسان، مدنې ټولنې او رسنۍ دا هرڅه ګوري، چې په هېواد کې د نورو ناخوالو او کشالو ترڅنګ، فېسبوک هم په لويه اندازه ستونزې او تعصبي دښنمۍ رامنځ ته کړې دي.
حکومت او ولس ته څه کول په کار دي، چې داسې لارې غوره کړي، ترڅو جګړو ځپلي افغانستان کې، فېسبوک او هر بله ټېکنالوژي، د ورورولۍ، يووالي، پرمختګ او وړاندې تګ لامل شي، نه داسې چې، د افغان په وجود د لګېدلي اور لپاره تيل شي او اور يې لاپسې په لمبو کړي.
د روهي وېب پاڼې، د روهي خبرې کوي Rohi Talks د اونيزې خپرونې ګرانو لوستونکو او لېدونکو، تاسو هم کولی شئ، چې يادې موضوع په اړه سره له اوسه په کمېنټ کې راته خپل نظرونه، غوښتنې او وړاندېزونه ولېکئ او يا هم نن ماښام (نۍ/۱۱ د وري، د ماښام له ۷:۰۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پوري) په خپرونه کې په ژوندۍ بڼه را سره برخه واخلئ.