د مارشال محمد قسیم فهیم له نظامي اکاډمی څخه د نجونو په ګډون ۳۴۱ افسران فارغ شول

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری ۱۰مه) په پلازمینه کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم له نظامي پوهنتون څخه ۳۴۱ تنه افسران فارغ شول.
 
د دغه ملي دفاعي پوهنتون قوماندان تورن جنرال جلندر شاه بهنام وویل، دوی په خپل تدریسي نصاب کې لوړ نړیوال معیارونه ځای کړي دي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې دوی د ښې روزنې، ظرفیت لوړونې، عملیاتي، تامیناتي او مسلکي معیارونو د پلي کولو په پایله کې یې تېرکال ښه پایله ترلاسه کړې او د دوی فارغ شوي افسران نه یوازې په کور دننه بلکې له سیمه ییزو هېوادونو سره هم سیالي کولای شي.
 
ویل شوي، چې یاد ځواکونه د دښمن سینې څيروي او له هېڅ ډول عملیاتو او دندې وېره او ډار نه لري.
 
په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته مسوولینو د انګلستان، ډنمارک، ترکیې، فنلند او استرالیا هېوادونو څخه مننه وکړه، چې له یاد پوځي پوهنتون سره له نېږدې مرستې کوي.