
وى خدايه! دا به هم څوك لري؟!.
دا ښيم! دا!.
دا چې له خپلې سپينې غاړې نه هغه تور لونګيني راخلاصوي.
اې ته ورته وګوره، ټول ستوري ورته ګوري.
وى! شرميږي هم نه.
توبه خدايه توبه!!.
دا څومره ښايسته ده، داسې تكه سپينه غاه يې ده، لكه لپه لغړه سپوږمۍ، چې په توره شپه كې تكه سپينه ښكاري.
وى! خدايه دا به هم څوك لري؟!.
دا ټول ستوري يې په تمه دي، خدايه چې كله به لاس ورنه تاووي او راخلاص شوى لونګين به
يې له غاړې ورتړي.
خدايه ته يې وساتې، دا كسمن يې په خپل لونګين زندۍ نه كړي.
خدايه ته يې لونګين زما په لاس راكړې، چې له سپينې غاړې يې ور وتړم او جوړه لاسونه يې په غاړه كې د لونګين سره يو ځاى واچوم او همداسې يې له خپل ځان سره جوخته كړم.
ياسر (ټوكلى) – پكتيا
روهي ويب پاڼه-د واورې مجله