(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری۹مه) د اسټرلیا کرکټ کپتان سټیف سمیت او مرستیال یې ډیوډ وارنر له جنوبي افریقا سره په یوې لوبې کې د توپ د خرابولو هڅه کړې وه چې رسوا شول.
د اسټرالیا کرکټ بورډ مسوولینو ویلي، چې مرستیال کپتان وارنر د بال خرابولو پلان جوړکړی و او یو لوبغاړې بینکرافټ ته یې ویلي و چې د ځان سره میدان ته ریګمال ته ورته یو شی یوسي چې توپ خراب کړي.
ویل شويو چې د کرکټ په نړیوالو قوانینو کې د توپ خرابول سخته سزا لري.
اسټرالیا که یوه خبریال روهن کینولي لیکلي چې دا به د کرکټ په نړۍ کې د اسټرالیا حیثیت ته سخت تاوان ورسوي.
وروستي