د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې کمبودیا ته ماتې ورکړې

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری ۷مه) د اسیا ملت جام ته د لارې پیدا کولو په وروستیو لوبو کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له کمبودیا هېواد څخه وګټله.
 
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن په خپله وروستۍ لوبه کې کمبودیا هېواد ته ۲-۱ ته ماتې ورکړه.
 
افغان فوټبال لوبډلې په دغه لوبه کې په ۲۶دقیقه او ۴۵لومړنۍ ګول کړی.
 
دغه لوبډلې په دې بریا سره ۶امتیازونه اخیسي او په خپل ډله کې درېیم ځای یې خپل کړی دی.
 
د یادولو وړ ده، چې په دغه ډله کې اردن په لومړي او د وېتنام ملي لوبډله په دوېیم ځای لري.