
(روهي ـ۱۳۹۷لمریز، وری۷مه) د افغانستان کرکت ملي لوبډله د غوراوي سیالیو اتلوليپه ګټلو سره، نن غرمه هېواد ته راستنه شوې ده.
ملي لوبډله په داسې یوه حالت هېواد ته راستانه شوه، چې د غواروي سیالیو جام اصغر ستانکزي په لاس کې نیولی .
په دغو لوبو کې د ځینو لوبغاړو لاسته راوړنې د پام ور وې.
محمد نبي په یو ورځنیو سیالیو کې ۱۰۰ ویکتې ترلاسه کړې او ۲۰۰۰ منډې یې جوړې کړې.
مجیب ځدراڼ، تر ټولو ځوان لوبغاړی شو او تر دې دمه یې ۳ ځلې د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړيدي.
راشد خان د ۱۰۰ چټکو ویکتو اخیستلو نړیوال ریکارد پخپل نوم کړ.
د یادونې وړه ده، چې په اپریل میاشت کې به ځینې افغان لوبغاړي د هند له تجارتي لیګ لوبې وکړي، چې له هغې وروسته به د جون پر ۱۴ خپله لومړۍ تاریخي تيست لوبه د هند ملي لوبډلې په وړاندې ترسره کړي.