کټرېنا کيف: په بالېوډ کې د خپل هنري ژوند لوړې - ژورې د کتاب په بڼه در سره شريکوم

روهي (دوه نۍ/۶ د وري)، د هند د بالېوډ سېنما مشهورې لوبغاړې کټرېنا کيف ويلي، چې هڅه کوي ترڅو په بالېوډ کې د خپل هنري سفر خوږې - تخرې خاطرې او تجربې د يو کتاب په بڼه چاپ کړي.

کيف ويلي، چې په ۲۰۰۳ ز کال کې يې د لومړي ځل لپاره د (بوم) په نوم په يو فلم کې په بالېوډ کې کار پيل کړی او تر اوسه د فلم په صنعت کې کار کوي.

نوموړې د خپل ۱۴ کلن هنري ژوند په اړه ډېر مالومات وړاندې نه کړل او ژمنه يې وکړه، چې دا هرڅه د يو کتاب په بڼه چاپ کړي او خپلو مينوالو ته به يې وړاندې کړي.

کټرېنا کيف وايي، چې فلم ته په راتګ سره يې خواري کړي، په خپل يې زده کړې کړي، په بريا ډاډمنه وه او د دويم پلان په اړه يې فکر نه دی کړي، ځکه چې دويم پلان په لومړني کې د ماتې په مانا دی.

کټرېنا کيف وړاندې په يوې مرکې کې ويلي وو، چې د فلم په نړۍ کې ورسره سلمان خان مرسته کړي او ورڅخه خوښه او ممنونه ده.