د ارواښاد الحاج  پوهاند ډاکټر عبدالحی نظیفي په ویر کې

په ډیرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هیواد وتلی د هستې فزیک کارپوه او د افغانستان د اټومي انرژۍ د عالي کمیسیون رییس، پوهاند ډاکټرعبدالحی نظیفي د ورپېښي ناروغۍ له امله د مارچ میاشتې په څلرویشتمه نیټه ۲۰۱۸ زکال له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړلې او ابدي نړۍ ته يې رحلت وکړ.‏ 
انالله و اناالله راجعون

زه د کابل پوهنتون پخوانی استاد او هم مسلک کارپوه په توګه دارواښاد مړینه د هیواد لپاره خوپه تیره بیا دهیوادټولوساینسپوهانولپاره یوه لويه نه جبران کیدونکې علمي اوفرهنګی ضايعه بولم،
ارواښاد ته دالله ج څخه جنت الفردوس او محترمي کورنۍ ته یې صبرجمیل غواړم .
روح دی ښاد وی
په درنښت

الحاج پوهنوال ډاکټر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ
د هستې فزیک کارپوه او د افغانستان د اټومي انرژۍ د عالي کمیسیون پخوانی رییس